د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه په هند کې دوه اتومي بټۍ جوړوي


فرانسه په هند کې دوه اتومي بټۍ جوړوي

هند او فرانسی د څو ملیاردو ډالرو موافقه لاس لیک کړه چه په هند کی دوه اتومی بټی جوړی کړی.

د قریب نهه اعشاریه پنځو ملیاردو ډالرو دغه معامله نن په نوی ډهلی کی د هند صدراعظم من موهن سنگ او د فرانسی جمهورریس نیکولاس سرکوری لاس لیک کړه.

د فرانسی د اتومی برښینا د کمپنیو نه، یوه کمپنۍ ، اریوا به په هند کی دغه دوه اتومی بټی جوړی کړی.

جمهورریس سرکوزی ، هند ته د څلورو ورځو په سفرتللی دی او نن یی د سفردریمه ورځ ده. دی په هند کی د خپل ملک د کاروبار پرانستلو لپاره کار کوی.

فرانسه همدغه راز په دی لټه کی ده چه دهغوملیاردو ډالرو یوه برخه لاس ته راوړی چه هند د خپل پوځ د عصری کولو لپاره ایښی دی.

توقع کیږی چه د هند د صدراعظم د ښاغلی سرکوزی سره په غونډه کی، د وجهی صندوق د اصلاحاتو په پلان اود مصرفی شیانو د بازارونوپه تنظمولو باندی د فرانسی سره، چه د شلو صنعتی هیوادونو د سازمان ریاست کوی، وغږیږی.

د ښاغلی سرکوزی سره په دی سفر کی د کابینی عالی رتبه مامورین اود کاروبار پنځوس تنه مجرب کسان ملگری دی.

همدا شان ټاکل شویده چه د فرانسی جمهورریس سرکوزی ،سبا فرانسی ته د ستنیدو نه مخکی مومبی ته ، د هند د تجارت مرکز ته هم ولاړ شی او دوه زره او اتم کال د ترورستی حملی د ١٦٦ قربانیانودرناوی وکړی. ړ

د فرانسی جمهور ریس د شنبی په ورځ هند ته د خپل سفر په اول پړاو کی بنگلور ته ولاړ. بنگلورد تکنالوژی یو غټ مرکز دی.

XS
SM
MD
LG