د لاس رسي وړ اتصالات

لویدیځ مشران: د قذافي پرقدرت پرېښودل د لیبیا د ولس سره غداري ده


لویدیځ مشران: د قذافي پرقدرت پرېښودل د لیبیا د ولس سره غداري ده

لویدیځ مشران: د قذافي پرقدرت پرېښودل د لیبیا د ولس سره غداري ده

دناټو تړون وایې هېله لري چې غړي ملکونه به ورته نورې جنگي الوتکې ورکړې ترڅو دمعمر القذافي دځواکونو پر خلاف خپلې هواېې حملې زېاتې کړي.

دناټو عمومی منشی نن په برلېن کې دناټو دخارجه وزېرانو دغونډې په پاې کی ووېل چې ډېر ژر به اضافي مرسته راورسېږی . برېتانېې او فرانسې دزېاتو هواېې بمبارېو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې،برېتانېې او امرېکې مشران واېې چې دمعمر القذافي دحکومت دپای ته رسېدلو پورې به ناټو د هغه پر خلاف خپلو پوځي عملېاتو ته دوام ورکړي. دبرېتانېې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون، دفرانسې جمهور رېس نېکولا سارکوزي او د امرېکا جمهور رېس بارک اوباما درې سره وایې چې په قدرت کې به دمعمرالقذافي پرېښول ، دهغوي په وېنا دلېبېا د ولس سره ېوه ډېره بې وجداني او غداري وي.

په ېوه گډه مطبوعاتي اعلامېه چې نن دجمعې په ورځ دد غو درېو مشرانو له خوا په څو نړېوالو ورځپاڼو کې چاپ شوی ، هغوئ وېې دا خبره وړ نه ده چې داسی ېو ظالم سړې چې د خپل ملت او ولس په قتل او ژونو کې ککړ وي ،په قدرت کې دې باقی پاتی شي.

له بلې خوا نن دمعمر القذافي لور عاېشه قذافي دخپل پلار د دفاع لپاره راووتله او سلگونو ملاتړ کوونکي ېې دمعمرالقذافي د هغه کور مخې ته راټول کړل چې په ١٩٨٦ مېلادې امرېکاېې جېټ الوتکو بمباري کړی و.

په عېن وخت کې دلېبېا دولتي تلوېزون راپور ورکړ چې دناټو جېټ الوتکو په ترابلس کې ېو شمېر دولتي هدفونه په نښه کړل او بمباري ېې وکړه. کوم خلک چې په صحنه کې موجود وو واېې چې په ترابلس کې ېې د څوغټو چاودنو اوازونه اوریدلي دي.عېني شاهدانو ووېل چې دچاودنو نه مخکې دطرابلس دپاسه دناټو جېټ الوتکو پروازونه وکړل.

XS
SM
MD
LG