د لاس رسي وړ اتصالات

قندهار کی قامي مشر محمد نعیم اغا ماما وژل شویدی


قندهار کی قامي مشر محمد نعیم اغا ماما وژل شویدی

قندهار کی قامي مشر محمد نعیم اغا ماما وژل شویدی

د اسوشیټټ پریس خبری اژانس خبر ورکوی چی په کندهار کی یو قومی مشر، محمد نعیم اغا ماما د وسله والو لخوا وژل سوی دی. هغه نن په داسی وخت کی ووژل سو چی په جومات کی یی لمونځ کوی.

محمد نعیم د ډنډ د ولسوالی د شورا غړی وه او په دی مشهوره وه چی خپلو طرفدارانو ته یی ویلی وه چی د طالبانو سره دی نه یو ځای کیږی.

د دغی وژنی مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی خو په ورستیو څو کلنو کی طالبانو په سلګونو دولتی چارواکی او دولت پلوه قومی مشران کی وژلی دی.

بل پلو ته نن په یوه ځان وژنکی برید کی چی د موټر نه پکی کار اخیستل سوی وه د یوه شخصی امنیتی شرکت دری تنه افغان ساتونکی ټپیان سوی دی. پیښه د ننګرهار د ولایت د غنی خیلو په ولسوالی کی د ناټو او افغان قواوو د یوی مشترکی اډه په دروازی کی وسوه. طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

د ننګرهار د والی ویاند، احمد ضیا عبدالزی بیا ویلی دی چی په دغه برید کی د برید کوونکی نه بغیر بل څوک نه دی وژل سوی.

XS
SM
MD
LG