د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د خلکو د نظریو د مالومولو په یوې تازه سروې کې ښودل شویده چې د ولسمشر براک اوباما او د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید میټ رامني تر منځ رقابت ډیر نږدې روان دی.

په رایو کې مالومه شویده چې خلک په شخصي لحاظ ښاغلی اوباما خوښوي خو د ملک د اقتصادي چارو په سمبالښت کې بیا یو څه اندازه د میټ رامني طرفداري کوي.

که څه هم چې په امریکا کې د ولسشمرۍ انتخاباتو ته شاوخوا درې میاشتې پاتې دي، خو پدې تازه سروې کې چې د ګالپ ډیلي خپرونې لخوا شویده، ښودل کیږي چې ولسمشر براک اوباما د خپل سیالي میټ رامني نه یوازې یو په سلو کې وړاندې دی.

د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا د دې خپرونې د رایو د مالومولو سرویګانې تل شان نه وې خو کارپوهان پدې باور دي چې د انتخاباتو تر ورځو پورې ښایي چې اوسنی حالت روان وي.
پیټر بروان چې د کوینن پک په پوهنتون کې د رایو په انسټیټوټ کې پروفیسر دی پدې اړه داسې نظر لري.

" داسې ښکاري چې ښاغلی اوباما په ملي کچه یو څه وړاندې وي. په ځینو ایالتونو کې هم هغه د میټ رامني په پرتله یو څه اندازه وړاندې دی خو دا ډیر اهمیت نلري.

ښاغلی براون یو ځل بیا وایي چې د سپینې ماڼۍ د مقام لپاره به سیالي هغه وخت زور واخلي کله چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید میټ رامني خپل مرستیال اعلان کړي او د دواړو ګوندونو لخوا سترې غونډې جوړې شي چتمه کیږي کیږي د همدې روانې میاشتې په وروستۍ اونۍ او یا د راتلونکې میاشتې په لومړنۍ اونۍ کې دایره شي.


" زیات شمیر موارد شته دي چې په انتخاباتو اغیزه کوي، یو یې د میټ رامني لخوا د مرستیال ټاکل او بل یې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو لخوا د انتخاباتو نه وړاندې سترې غونډې کول دي او دا چې دوي به پدې غونډو کې په څه ډول سره مخامخ کیږي. او تر ټولو مهمه بیا د کاندیدانو تر منځ مخامخ مباحثې دي"

د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان به درې ځله مباحثې وکړي چې تمه کیږي چې دا ځل به د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شي او یوه مباحثه به د ولسمشر د مرستیالانو تر منځ هم وشي.

د برحاله ولسمشر براک اوباما او د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید میټ رامني د انتخاباتي مبارزې سیاسي کمیټو یوازې پدې تیرو څو اونیو کې لس ګونه میلونه ډالر په اعلانونو لګولي دي تر څو هغه کسان د ځان په طرف کړي چې تر اوسه یې دا پریکړه نده کړې چې د 2012 میلادي کال د جمهموري ریاست په انتخاباتو کې به چا ته رایه ورکوي. کارپوهان پدې باور دي چې د پیسو لګښتونه او دا شان اعلانات به د نومبر د میاشتې پورې ادامه ولري.
XS
SM
MD
LG