د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام په هوايي اډې باندې د راکټونو په برید کې د امریکا د ځواکونو د لوی درستیز الوتکه زیانمنه شوې ده.


US joint staff
US joint staff

ناټو وايي چې د بګرام په هوايي ډګر کې هغه الوتکه چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ورنه کار اخیسته ، راکټونو زیانمنه کړې ده.
ناټو زیاتوي چې هغه مهال چې راکټونه ولګیدل، د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال مارتین دیمپسي، په الوتکې کې نه و. په دغه برید کې د اډې دوه تنه کارکونکي سرسري ټپیان شوي دي.
د بګرام په هوايي اډې کې د دغسې د راکټونو بریونو غیر معمولي خبره نه ده. خو طالب یاغیان بیا په نادره توګه په دغه اډې کې جدې تاوان یا مرګ ژوبله اړولې ده.
د ناټو ویاندویان وايي چې دغه برید د جنرال ډیمپسي امنیت ته کوم ګواښ نه دې متوجه کړی. هغوی دا هم وايي چې هغه مهال چې دغه دوه راکټان ولګیدل، امریکایي جنرال ان د هغه ځای سره چې الوتکې ولاړه وه نږدې هم نه و.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز د دوشنبې په ورځ افغانستان ته تللی و چې د ناټو او افغان قوماندانانو سره وګوري او د هغو بریدونو په اړه ورسره خبرې وکړي چې په انفرادي توګه د افغان امنیتي عسکرو لخوا کیږي خبرې وکړي.
د دوشنبې په ورځ، د امریکا جمهور ریس، بارک اوباما هم د دغه ډول بریدونو په اړه اندیښنه وښوده.
په تیرو دوو اوونېو کې په دغه ډول انفرادي بریدونو کې چې د افغان عسکرو لخوا په نړیوالو ځواکونو باندې شوي ۱۰ نړیوال عسکر وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG