د لاس رسي وړ اتصالات

٥٠٠ افغان پولیس ذدکړو دپاره ترکېې ته لاړل


د کورنیو چارو وزارت د هغو پنځه سوو پولیسو ډله نن ترکېې ته واستوله چې مسلکي پولیسي زده کړې کوي او په امنیتي مسلکي، تخنیکي او نورو پوځي برخو کې روزل کیږي
د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د کابل په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل دا پنځه سوه پولیس د ترکېې په مشهوره نظامي اکاډمۍ سیواز کې د شپږو میاشتو په موده کې روزل کیږي او ټول هغه مهارتونه به زده کړي چې یو مسلکي پولیس ته په کار وي.
ویاند وویل دوی د ډیپلوم تر کچې لوړې زده کړې کوي او دا دوهمه دوره پولیس محصلین دي چې د ترکېې هیواد ته استول کیږي، هغه زیاته کړه تر دې وړاندې تېر کال هم پنځه سوه پولیس په ترکیه کې روزل شوي وو چې دا مهال د پولیسو په لیکو کې په دندو بوخت دي
XS
SM
MD
LG