د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې دامرېکا د عسکرو د تلفاتو شمېر تر دوو زرو نه زېات شوېدی


په افغانستان کې دامرېکا د عسکرو دځان تلفاتو شمېر تر دوو زرو نه زېات شوېدی.
دامرېکا د عسکرو شمېر چې دافغانستان په جگړه کې وژل شوی دي، اوس تر دوو زرو نه اووښتی دی. د ځانی تلفاتو په دغه شمېر کې تر نېمايي نه زېات په تېرو ٢٧ مېاشتو کې وژل شوی دي. رپوټ وايی دامرېکا دعسکرو په ځاني تلفاتو کې زېاتوالی هغه وخت راغی چې دامرېکا ولسمشر براک اوباما په زرگونو نور عسکر دغه هېواد ته ولېږل چې دامرېکا او اېتلاف دعسکرو له خونه د ېاغېانو خلاف جگړی ته زور ورکړی.
دغه زېات شوي عسکر به دهغوی دنورو نړېوالو عسکر و په گډون له افغانستان څخه هغه وخت ووزی؛ چې افغان عسکر د خپل هېواد دامنېت مسوولېت په غاړه واخلی. البته دا عسکر به د ٢٠١۴ م کاله له ټاکلی نېټی نه مخکی ووزی. په دغه نېټه به دامرېکا او نړېوال اېتلاف زېات شمېر عسکر له افغانستان څخه ووزی.
دافغانستان پوځ او پولېسو د جگړی له پېل راهېسی ېعنی ٢٠٠١ م کال نه را په دېخوا زېات تلفات گاللی دی. هغه احصايي چې نېټه ېې ٢٠٠٧م کال ته رسېږی څرگندوی چې تراوسه پورې ٦٥٠٠ تنه دافغان امنېتی قواو افراد وژل شوي دي.
-
له بل پلوه ملگرو ملتونو رپوټ ورکړېدی چې تر ١٣ زرو نه زېات ملکی افغانان له ٢٠٠٧ م کال نه را په دېخوا دافغانستان په جگړه کې وژل شوی دی.
دامرېکا نظآمی چارواکېو دافغان عسکرو او پولېسو له خوانه پرامرېکا يی انډولانو باندی د برېدونو د شمېر دزېاتوالی له امله اندېښنه ښودلی ده. په تېرو لس دولس ورځو کې تقرېبا لس تنه امرېکا يي عسکر وژل شوېدی. سږکال، داېتلاف لږ تر لږ ٢٩ تنه نظآمی افراد تر اوسه پورې په افغانستان کې، په دغه را زبر ېدونو کې وژل شوی دی.

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز د دوشنبې په ورځ افغانستان ته تللی و چې د ناټو او افغانستان د پوځ له قوماندانانو سره وګوري او د هغو بریدونو په اړه ورسره خبرې وکړي چې په انفرادي توګه د افغان امنیتي عسکرو لخوا سرته رسېږی.
همدارنگه ، د بګرام په هوايي اډې باندې د راکټونو په برید کې د امریکا د ځواکونو د لوی درستیز الوتکه زیانمنه شوې ده.
ناټو وايي چې د بګرام په هوايي ډګر کې هغه الوتکه راکټونو زیانمنه کړې ده چې د امریکا د ګډو ځواکونود لوی درستیز د سفرونو لپاره ټاکل شوېده.
ناټو زیاتوي، هغه مهال چې دراکټونو ډزې وشوې، د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال مارتین ډیمسي، په الوتکې کې نه و. په دغه برید کې د اډې دوه تنه کارکونکي سرسري شان ټپیان شوي دي.

یو وخت د جمهور ریس اوباما لپاره د افغانستان جگړه ضروري جگړه گڼل کیدله، خو اوس دا د امریکا یوه هیره شوی جگړه ده.
د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې دا له ورایه ښکاري چې د افغانستان د جگړې په هکله لږې خبرې کیږي. سره له دې چې د اتیا زرو نه زیات امریکايي عسکر په افغانستان کې جنگیږي او د ورځی په اوسط ډول یو تن یې مري، دا جگړه اوس د کانگرس په شمول په وړو او لویو مجلسونو کې توده موضوع نده.
امریکایان په یو لیری پروت پردي هیواد کې د ځان وژونکیو بریدونو په پرتله د اقتصادي او مالي مسایلو سره ډیره مینه لرې. دوی زیات وخت په تلویزونونو کې د سیاسي مبارزو اعلانونه گوري نظر دیته چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد مرگونې جگړې ته پام وکړي. د همدې میاشتې په سر کې یو شمیر مظاهره کوونکیو په ایوا ایالت کې د جگړې د ختمیدو شعارونه ورکول.
د اسوشیتید پرس او جي اف کی د موسسې د می د میاشتې د یوې گډې عامه نظر پوښتنې له مخې په امریکا کې په سلو کې شپږ شپیته وگړي د جگړې سره مخالف وو او اوه ویشت په سلو کې د جگړې پلوي وو. د کوینیپیک د پوهنتون په وروستئ سروی کې ویل شوي چې شپیته فیصده ثبت شوي رایه ورکوونکي لدې وروسته په افغانستان کې د ښکیلتیا سره ددوام سره مخالف دي. یوازی یو دیرش فیصده امریکایان وايي اوس مهال په افغانستان کې د امریکا جگړه سم کاردی.
XS
SM
MD
LG