د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې دا له ورایه ښکاري چې د افغانستان د جگړې په هکله لږې خبرې کیږي. سره له دې چې د اتیا زرو نه زیات امریکايي عسکر په افغانستان کې جنگیږي او د ورځی په اوسط ډول یو تن یې مري، دا جگړه اوس د کانگرس په شمول په وړو او لویو مجلسونو کې توده موضوع نده.
امریکایان په یو لیری پروت پردي هیواد کې د ځان وژونکیو بریدونو په پرتله د اقتصادي او مالي مسایلو سره ډیره مینه لرې. دوی زیات وخت په تلویزونونو کې د سیاسي مبارزو اعلانونه گوري نظر دیته چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد مرگونې جگړې ته پام وکړي. د همدې میاشتې په سر کې یو شمیر مظاهره کوونکیو په ایوا ایالت کې د جگړې د ختمیدو شعارونه ورکول.
د اسوشیتید پرس او جي اف کی د موسسې د می د میاشتې د یوې گډې عامه نظر پوښتنې له مخې په امریکا کې په سلو کې شپږ شپیته وگړي د جگړې سره مخالف وو او اوه ویشت په سلو کې د جگړې پلوي وو. د کوینیپیک د پوهنتون په وروستئ سروی کې ویل شوي چې شپیته فیصده ثبت شوي رایه ورکوونکي لدې وروسته په افغانستان کې د ښکیلتیا سره ددوام سره مخالف دي. یوازی یو دیرش فیصده امریکایان وايي اوس مهال په افغانستان کې د امریکا جگړه سم کاردی
XS
SM
MD
LG