د لاس رسي وړ اتصالات

د اسټریلیا سره مقابلې دپاره پوره اماده یو.کبیر خان


kabir khan
kabir khan
کبیر خان،د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکی ډاډمن دی چې د شنبې په ورځ د اسټریلیا د ملي ټیم سره به د دوي لوبه ډیره مثبته وي. هغه وايي چې موږ دې لوبې دپاره پوره مکمل تیاری نیولی دی. هلکانو د روژو سره سره ټوله شپه پریکټس کړیدی او د اسټریل
یا د لوبغاړو په مناسبت ې ټریننگ کړیدی. کبیر خان وایی چې موږ د اسټریلیا سره لوبې ته ځکه ډیر خوشاله یو چې همدې ټیم لوبې به زموږ هلکانو لیدې .د دوی لوبغاړي د دوي د خوښې لوبغاړي وو او نن د همدې کسانو سره موږ مخامخ کیږو. کبیرخان وايي چې د افغانستان د کرکټ د ایندې دپاره دا لوبه ډیر ارزښت لري. ځکه چې ټوله دنیا ېې ویني او افغان ځوانان چې کله خپل ټیم د اسټریلیا او نورو سترو ټیمونو سره وینې نو د کرکټ سره ې نور هم شوق زیاتیږي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د نامتو لوبغاړي حیمد حسن د صحت باره کې کبیر خان وویل چې د مینه والو دپاره د زیري خبر دا ده چې نن حمید حسن د یو پریکټس میچ په جریان کې پینځه اوره وکړل. چې هغې نه معلومه شوه چې حمید حسن سلو کې اتیا ښه شویدی.خو د اسټریلیا سره لوبه چې د شارجې په توده هوا کې کیږي او فشار ې هم ډیر دی نو ډاکټرانو مشوره ورکړې چې حمید حسن دې لوبه نه کوي. کبیر خان وايی چې حمید حسن به دخیره بله میاشت سري لنکا کې کیدونکی ورلډکپ ته اماده وي.
د کبیرخان په وینا د افغانستان او اسټریلیا د مسابقې دپاره به د نولس کلن ټیم دوه تکړه لوبغاړي جاوید احمدي او نجیب ځدران هم شارجې ته په وخت راوروسیږي. هغه وایی چې لوبه به ډیره قوي وي او کوشش به کوو چې ښه لوبه وشي.
XS
SM
MD
LG