د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا د جمهوری گوند له خوانه په فلورېډا کې ملی مجلس نن د سه شنبی په ورځ اعلان شوې دی


د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید میټ رامني

د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید میټ رامني



دامرېکا د جمهوری گوند له خوانه په فلورېډا کې مللي مجلس نن د سه شنبی په ورځ اعلان شوې دی . په دغه راز مجالسو کې معمولا د جمهوری رېاست د کاندېد پر پالېسېو رڼآ اچول کېږی او دا هڅه کېږی چې دامرېکا خلک په دې قانع کړی شی چې د جمهوری رېاست کاندید ددغی څوکۍ لپاره غوره شخص دی. خو د دغی پېښې په باب خبری دتوپان له امله لومړنی او ترجیحي بڼه نلري.

مېت رامني دجمهوری گوند کاندېد دېته چمتو دې چی د فلورېډا ټمپا ښار ته نن ورسېږی خو دهغه مرستېالان دانه وايی چې دی به دخپلې مېرمن آن رامنی په مهمه وېنا کې هلته رسېدلی وی اوکه نه.
دنېوجرسی اېالت والی کرېس کرېسیټی به دپروگرام په اخر کې نن شپه ددې پېښی هغه مهمه وېنا واوروی.
د جمهوری گوند له خوانه ددوی ملی مجلس په رسمی ډول ددوشنبی په ورځ پېل شو خو دتو پان له امله وځنډول شو.
دمېت رامنی ېوه مرستېال خبرېالانو ته ووېل چې دوی هغو خلکو ته ا ندېښمن دی چې دتوپان په مخه کې پراته دی او ښايی چې د دغه مجلس په مهال وېش کې بېا بدلون راشی.
XS
SM
MD
LG