د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په نړیواله سویه کرکټ کې ځلانده اینده لري .ډاکټر حامد شینواري


ډاکټر حامد شینواري
ډاکټر حامد شینواري
افغانستان په نړیواله سویه کرکټ کې ځلانده اینده لري .ډاکټر حامد شینواري
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایواي ریس ډاکټر حامد شینواري د امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانگړې مرکه
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ډاکټر حامد شینواري شارجه کې د اسټریلیا سره د افغانستان د لوبې نه پس د امریکا غږ آشنا راډیو سره پخپله مرکه کې ویلي دي چې دې لوبې نړۍ ته وښودله چې د افغانستان کرکټ ټیم چې د اسټریلیا په مقابل کې وځلیده نو کولی شي چې د نړۍ هر بل ټیم سره لوبه وکړي. هغه وايي چې د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې دا توان شته چې په هر میدان او حالت کې د هر ستر ټیم سره لوبه وکړي او مقابل ټیم ته یو سخت حریف ثابت شي.
ډاکټر حامد شینواري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ د نړۍ ټیمونو ته بلنه ورکوي چې افغانستان ته سفر وکړي او د کابل او جلال اباد په لوبغالو کې سیالۍ ترسره کړي .هغه وايي چې کرکټ یوه داسې لوبه ده چې هیڅوک ورسره مشکل نه لري. دا د ملي یو والي پیغام ورکوي .نو چاته به د دې لوبې په کیدلو کوم اعتراض نه وي او خنډ به ورته نه ایجادوي
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایواي ریس دا هم وویل چې دوي د هند ،انگلستان او نوي زیلانډ په شمول یو شمیر ملکونو سره اړیکه نیولی ده او هڅه کوو چې یا خو یو ټیم افغانستان ته راشي لوبه وکړي او یا بل ځای کې دغو ټیمونو سره افغانستان دپاره مسابقې برابرې کړو
د افغانستان د کرکټ ټیم د مسلکي ودې په اړه د ېوې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان دکرکټ بورډ اجرایوي ریس وویل چې موږ د خپلو لوبغاړو په هغو نکتو کار کوو چې لا هم پکې ضعف لري .په خاص توگه په بیټینگ کې ورته لارښونه کیږي چې د حوصلې او دقت نه کار واخلي. هغه وایی چې افغان لوبغاړو ته چې د نړیوالو لوبو زیات فرصتونه برابرشي نو د تجربې او مسلسل لوبو سره به ې معیار نور هم ښه شي.
XS
SM
MD
LG