د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق کې په لسګونو مړي موندل شوي


په داسي حال کې چې د سوریې د پلازمېنې دمشق په بیلابیلو سیمو کې جګړې راونې دي د یوه جومات دباندي چاودنه شوې پنځه امنیتي کسان په کښي وژل شوي دي او څو کسه نور ټپیان دي. ویل کېږي چې د پلازمېنې دمشق په دوو سیمو کې په لسګونو مړي موندل شوي دي.

د سوریې حکومتي تلویزون وايي چې دغه چاودنه د پلازمېنې دمشق د رکنیه جامع جومات مخې ته د یوه موټرسایکل په ذریعه شوې ده. د تیرکال د مارچ د میاشتې راهیسې کله چې د سوریې د ولسمشر بشرالاسد پر ضد پاڅون پیل شو، د سوریې پلازمینه دمشق د یو لړ سختو چاودنه شاهده ده.

په دمشق او نورو سیمو کې د حکومت پرضد نوې مظاهرې پيل شوي دي. په بریتانیې کې میشتې د بشري حقوقو د څار ډلې ریپوټ ورکړی چې د پایتخت د کزاز په سیمه کې د حکومت او حکوت ضد قواوو ترمنځ نښتې شوي دي. په دې سیمه کې د سوریې د امنیتي ادارو جګپوړي افسران اوسېږي.

دغه سازمان وايي چې د سوریې اوسیدونکو د ۴۵ کسانو مړي د پایتخت په دوو برخو کې موندلی دي چې دغه د ډله ایزو وژنو وروستۍ بیلګه ده.
XS
SM
MD
LG