د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ټولې نړۍ کې په خپلو ډیپلوماتیکي مرکزونو کې امنیت ټینګ کړی


امریکا په درسته نړۍ کې پخپلو ډیپلوماتیکو مرکزونو کې امنیت ټینگ کړیدی په داسي حال کې چې مقامات په منځنی ختیځ کې په امریکا کې د جوړ شوي اسلام ضد فلم په خلاف د نورو مظاهرولپاره تیاری نیسي.

د جمعې د لمانځه نه وروسته د منځني ختیځ ،جنوبي او ختیځی آسیا او افریقا کې په یو شمیر ښارونو کې مظاهرې وشوې . دوي دغه ویډو او هغه کسان وغندل چې ددغې ویډو په منع کولو کې پوره اقدامات ندي کړي.

نن څلورمه ورځ ده چې پولیسو په قاهره کې د امریکا سفارت ته نژدې اوښکی بهونکی گاز استعمال کړ چې مظاهره چیان خواره واره کړي.

رپوټونه وايي چې په ملیزیا او اندونیزیا کې هم مظاهرې وشوې . همدشان په کابل کې ټینگ امنیتي ترتیبات نیول شویدي.

مظاهری د دې هفتې په سر کې په مصر او لیبیا کې پیل شوې او د پنجشنبی په ورځ د یمن، ایران، عراق او بنگله دیش په شمول نورو سیمو ته خپرې شوې.

په عین حال کې د لیبیا مامورانو په بنغازي کې د امریکا په قونسلگرۍ باندې د تیرې هفتې دحملې په ارتباط څلور تنه نیولي دي. په دغه حمله کې دامریکا سفیر کرسټوفرسټیفنزاو دهغه دری نور ماموران وژل شوي وو. دغو مامورانو پدی باره کې نور تفصیلات ورنکړل.

د امریکا د استخباراتو اداره هغه تورونه ارزیابی کوی چې وايي په دغه حمله کې د القاعدی طرفدارو افراطیانو لاس لاره خو دوی وايي چې پدی باره کې دقیق شواهد نلری.

هغه کس چې ددغه خصوصی فلیم د جوړیدو ترشا دی اوپه اسلامي نړۍ کې یې احتجاجونه را وپارول ، په مظاهره چیانوباندی انتقاد کړی.

د فلم ډیریکټرد سوا د راډیوسره چې د امریکا د حکومت له خوا تمویلیږي، د مرکی په ترڅ کې ویلي چې دهغه عرب ملگرو ته پکار ده چې د هغو موضوعاتو په باره کې چې اختلاف ورباندی لرو،سوله ایزې مظاهرې وکړي.

دی وايي هغه تورونه چې وايي د امریکا حکومت د دغه فلم په جوړولو کې لاس لری بې اساسه او چټي دی او د امریکا حکومت ددغه فلم په جوړولوکې هیڅ لاس نلري.
XS
SM
MD
LG