د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلمان ځیني غړي وايي پارلمان اساسي قانون تر پښو لاندي کړی


ولسي جرګې ته دریوو ورپيژندل شویو وزیرانو د اعتماد رایې ترلاسه کړې خو د سرحداتو وزرات لپاره نومول شوي حاجی دین محمد د پارلمان رایه ترلاسه نه کړه. دیری وکیلان د رای ورکولو د دا رنګ بهیر نه ګیله من دي.

افغان پارلمان ته ورپيژندل شویو څلورو وزیرانو د باور رایو اخیستو لپاره خپل کاری پروګرامونه وړاندی کړل.
د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په بهیر کې ستر پاڅوال بسم الله محمدي د دفاع وزیر په توګه ، مجتبی پتنګ د کورنیو چارو د وزارت لپاره او اسد الله خالد د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د ریاست لپاره د ولسي جرګی د باور رایې تر لاسه کړې .

د افغانستان د ولسي جرګی مشر عبدالرووف د دغو نوماندانو بریالیتوب د اعلانولو په ترڅ کې داسي وویل: لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ د ۱۲۹ رایوو په تر لاسه کولو وتوانیدو د کورنیو چارو د وزارت څوکی لپاره ، ښاغلی اسد الله خالد د ۱۴۳ رایو په راوړلو د ملي امنیت د اداری د مشری لپاره ، او ښاغلی بسم الله محمدي د ۱۲۴ رایوو پّه تر لاسه کولو سره وتوانیدل د دفاع ووزارت د څوکو لپاره د باور رایی تر لاسه کړي.،،

دغو وزیرانو ژمنه وکړه چې په خپل کار کې به له تبعیض نه کار نه اخلي او د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو په رڼا کې به دنده تر سره کوي .بسم الله محمدی وایی :،،که ستاسو د باور رایه تر لاسه کړم د افغانستان د خلکو د هوساینی لپاره به له هیڅ راز فدا کارۍ نه دریغ ونه کړم او له ټول وس سره به د افغانانو تر څنګ د ملي ګټو د ساتونکی په څیٍر وظیفه اجرا کړم ،،.

خو د رایو ورکولو په بهیر کې د ولسي جرګی زیاتو غړو دا رنګ رایې ورکونې ته د اعتراض ګوته ونیوله ځکه وکیلانو ته دا اجازه ورنه کړای شوه چی د وزیرانو نه خپلې پوښتنی ګرویژنې مطرح کړي

د بدخشان استازی لطیف پدرام د ولسی جرګې د مشر تابه په دا راز کړنې سخته نیوکه وکړه.
،،دا د وکیلانو حق دی چی له وزیرانو نه پوښتنی وکړی لازمه نده چی ۵ کسه دی کښیني او دا تصمیم دي ونیسي چې پوښتنی وشي که ونه شي.،،

ښاغلي پدرام زیاته کړه،، د افغانستان ملي ګټې او زموږ شرف او وجدان دا حق را کوي چې له دوي نه پوښتنی وکړو تاسو د افغانستان او امریکې تر منځ د ستراتیژیک پیمان په اړوندهم همداسی کار وکړو خو دا عاقلانه نده . د افغانستان خلکو ته توهین مه کوی .،،

پدرام په ولسی جرګی تور و لګوی چی د وزیرانو د کمپاینونو په لړ کې دیری داسي کړنی شوي چی له افغان ملت نه پټې ساتل شوي دي خو د رایو ورکونو په بهیر کې باید دوي ته د پوښتنو حق ورکړل شی.
له بلي خوا رمضان بشر دوست هم په دی باور دی چی د پارلمان غړي د بیلابیلو وزیرانو په اړوند له تبعیضه ډک چلند لري.
بشر دوست وایي په داسي حال کې چې نورو وزیرانو نه د پوښتنو اجازه وه ، خو دا ځل دا حق له دوي اخیستل شوی دی او دا کار د اساسی قانو ن په خلاف دی . ،،ښاغلو وکیلانو دا ورځ به هم تیره شي خو تاسو د خدای او د ملت له قهر نه وویرژی .ولي مو دوی ته دا امتیاز ورکړی چی ترینه پوښتنه ونه شی خو مخکینیو وزیرانو ته مو دا حق نه وو ورکړی،،.

خو د اعتراض کونکو وکیلانو دغه شور او ځور ته چا پام ونه کړو او افغان پارلمان دریو وزیرانوته د باور رایه ورکړه .
دا په داسي حال کی ده چی د سرحدونو چارو د وزارت لپاره نوماند حاجی دین محمد د ۱۱۷رایو په تر لاسه کولو سره د دغې کرسی خپلولو ته بریالی نه شو
بهارت صابر -کابل
XS
SM
MD
LG