د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۲۰ ګوندونه سره یوځای شول او وايي چې انتخابات باید شفاف وي


په افغانستان کې ۲۰ سیاسي ګوندونه د هیواد د راتلونکي برخلیک د ټاکلو په اړوند د یوه بل سره همغږي وښودله. دا ۲۰ ګوندونه به د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا په نوم فعالیت کوي.دوی وایی په هیواد کې د ناقانونیوو ، بهرنیو لاس وهنو او کمزوری مدیریت شتون پر ضد سره یو لاس شوي دي .


په افغانستان کې نږدې ۲۰ سیاسي ګوندونه او ایتلافونه په هیواد کې د کمزوری مدیریت ، بهرنیو لاس وهنو او ناقانونه کړنو پر ضد یو موټی شوی او وایی د دوی یو والی به د دولت د تصمیم نیونو په لړی کی د نظام دټینګښت لامل شي او د خلکو او دولت تر منځ پروت واټن به را لنډ کړي.

دغه ایتلاف به د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا په نوم فعالیت کوي .د دغه نوې شورا یو تن تنظیمونکی او مشر داکتر عبدالرحیم پښتونیار د خپلو اهدافو په اړوند وایي:،،
زموږ سیاسي ګوندونه او جوړښتونه پدې توافق لري چی موږ به په افغانستان کې دسیاسی دیموکراسۍ او سیاسي ودې د کلتور د رشد لپاره همغږی کیږو او توافق به کوو او دی مسولیت ته به دحل ټکی ّپیدا کوو چې زموږگوندونه او سیاسي محیط ضرورت لري چی ّپه هیواد کې د ټولو حقوقو د مدافع په حیٍث، د ښځو حقونو ، د بشر حقونو او ټولو مدنی حقوقو پالنه وکړي.

ښاغلی پښتونیار په دې باور دی چې په هیواد کې د دولتي نظام جوړښټ او مشروعیت او د مشروعیت په چوکات کې د ملي حاکمیت شتون د سیاسي ګوندونو د مشارکت نه به غیر نشي تر لاسه کیدای .

دغه نوې شورا د ټاکنیز بهیر د سمون په لاره کې د اصلاحاتو غوښتونکې ده او وایي چې دغه سیاسي ګوندونه به دا سمون په همغږی سره راولي. ،،موږ به د یو ګډ عملي پروګرام په صفت دا فیصله وکړو چی د هیواد په ټاکنیز نظام کې به اصلاحات راځي، هغه به َد عملی لحاظه پراخیږي او ځواکمن کیږی به تر څود افغانستان په ټآکنو کی د تیری ځل تجربې تکرار نشي.،،

داکتر پښتونیار وایي سیاسي رای د هر وګړي حق دی اود وګړو په رایوو کې به د جعل ، درغلۍ او تذویر مخه نیسي او د یو پراخ او د منلو وړ ټاکنیز قانون د را منځته کولولپاره به هلې ځلې کوي.
نوموړی زیاتوي چې دوي د ټاکنو په لړ کې د تاکنو د خپلواک کمیسیون پی پری توب د ازاده او عادلانه ټآکنو بنسټ ګني او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د کمیسیون د تشکیل ، دندو او صلاحیتونو په قانون کې د پراخو او بنسټیزو اصلاحاتو د راوستو غوښتونکي دي .

دوي همدا رنګه د ټاکنو لپاره د پراخ امنیت شتون او پر ټاکنو د ملي او نړیوالی رڼی څارنې غوښټونکي هم دی او وایی باید دا ضمانت ورکړای شي چی د ټآکنو په بهیر کی به ناقانونه وګړی،اودولتی مسولین او بنسټونه لاس وهنه نه کوي .

دوی په هیواد کی د فساد له منځه وړل هم د خپلو لومړیتوبونو په کتار کې شمیري او وایی د دغی ستونزې لپاره به ګډه پراخه مبارزه وکړي .

دغه شورا په خپل منشور کې وایي د اسلامی ارزښتونو ساتنه او د هیواد په قوانینو کې له راغلو ملی ارزښتونو نه سانته خپله ملي وجیبه ګڼي. دا وجیبه به پالي او چاته به د دغو ارزښتونو د قرباني کولو اجازه نه ورکوي. دوي وايي چې د بشري حقونو ، ښځو او اقلیتونو له حقونو، بیان د ازادۍ او رسنیو له ازادۍ نه به ملاتړ کوي.
بهارت صابر کابل
XS
SM
MD
LG