د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د بشري حقوقو محکمې د تندلاره ملا، ابوحمزه المصري، غوښتنه رد کړه.


Abu Hamza
Abu Hamza
د اروپا د بشري حقوقو محکمې د تندلاره ملا، ابوحمزه المصري، غوښتنه یا appeal رد کړ. د محکمې د پریکړې په اساس کیداي شي چې ابوحمزه المصري په څو اوونیو کې امریکا ته وسپارل شي. هغه د القاعدې او په یمن کې د سړي تښتونې د مرګانۍ پیښې سره په مرسته کولو تورن دی.

ابوحمزه المصري چې په مصر کې ږیږیدلی دی او ۵۴ کلن دی. هغه ورسته له دې نه چې یوې محکمې د بریتانیي حکومت ته دا صلاحیت ورکړ چې کولای شي دی امریکا ته وسپاري اپیل وکړ. هغه دا استدلال کوی چې د هغه سپارل امریکا ته د بشري حقوقو په اړه اروپايي کنونسیون سره مخالف کار دی. اروپايي کنونسیون غیرانساني او تحقیرونکي چلند منع کوي.
المصري په بریتانيي کې یو له اسلامپاله ستختدریزو نه دی چې په بریتانیي یې په دې انتقاد کوی چې د عراق او افغانستان په جګړو کې یې د امریکا ملاټر کړی و. هغه همداراز د سپټمبر د ۱۱ نیټې د بریدونو ستاینه هم کړې وه.
ابوحمزه المصري په نیویارک کې د امریکا د فدرالي منصفه هییت لخوا په ۲۰۰۴ کال کې تورن وګنل شو. په هغه دا تورونه لګیدلي دي چې د امریکا د اوریګن Oregon په ایالت کې یې د وسله والو د روزنې د کمپ د جوړولو هڅه کوله، د طالبانو نه د ملاټر لپاره یې کار کوي، او په یمن کې په ۱۹۹۳ کال کې یې د درییو بریتانویانو او یو استرلیايي د تښتونې په پيښې کې لاس درلود.
XS
SM
MD
LG