د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی چارواکي وایی، دعراق په مرکز کې د یاغیانو په حملو کې نهه تنه وژل شویدي


په عراق کې ۱۳ چاودنو په سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې

په عراق کې ۱۳ چاودنو په سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې

عراقی چارواکي وایی، دعراق په مرکز کې د یاغیانو په حملو کې نهه تنه وژل شویدي او ١٩ نور زخمی شویدي.

د پولیسو مامورین وایی ، ټوپک والاوو نن د عراق په ختیځ او د بغداد په جنوب لویدیځ کې د پولیسو په تاڼې باندې حمله کړېده، په دواړو حملو کی یی دوه پولیسان او یو عسکر وژلی او شپږ تنه یی زخمی کړیدي.

د بغداد په غرب کی ، په فلوجه کی د پولیسو گزمې ته نژدې یو موټر چاودلې دې یو ډگروال او د هغه موټروان باندې د بل موټر نه ډزي شویدي او وژل شویدي.

یو بل موټر بم د ترمیه په ښارگوټي کی د پولیسو مرکز ته چاودلې دی او دوه کسه یی وژلی دی.
د طبی چارو کارکوونکو د تلفاتو شمیر تایید کړیده .
XS
SM
MD
LG