د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا د کرکټ کونسل جام سیمي فاینل کې


afghan cricket

afghan cricket

افغانستان د اسیا د کرکټ کونسل جام سیمي فاینل کې
تبصره .مطیع الله عابد
د افغانستان کرکټ ملي ټیم دا وخت په عربي اماراتو کې د کرکټ د اسیا د کونسل په یو ورځني ټورنامنټ کې د نهو نورو ټیمونو سره برخه لري .دغه کپ چې د اې سي سي ایلیټ کپ په نوم یادیږي. افغانستان کال ٢٠١٠ کې هم دا کپ گټلی وه. اوس افغانستان ډیر په میړانه سره د خپل دې ویاړ ساتنه پیل کړیده او د خپل گروپ ټول څلور واړه لوبې ې گټلي دي. افغانستان په ټولو لسو ټیمونو کې یوازینی ټیم دې چې ماته ې نه ده خوړلې او راسا سیمي فاینل ته رسیدلی دی.
افغانستان خپله لومړی لوبه د ملیزیا د کرکټ ټیم سره درلوده. چې په ٣٦ منډو ې وگټله. دې لوبه کې سمیع شینواري ٥٦ او نبي عیسی خیل ۴٧منډې کړې وې. د بالرانو نه گلبدین نایب ٣ او نبي عیسی خیل دوه وکټې واخیستې او لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان دویمه لوبه د عمان د ټیم سره وه. دې کې افغانستان لومړی بیټنگ وکړو او ٢٦٨ منډې ې وکړې. افغانستان لخوا د پیل توپ وهونکو شهزاد او کریم صادق ښه لوبه وکړه او سل او ٨٥ منډې ې وکړې. ځواب کې د عمان ټول ټیم په ١٩۴منډو وسوزید او لوبه افغانستان په ٧۴ منډو وگټله. توپ اچونه کې دولت ځدران ٣ او نبي دوه کسان وسوزول. خو د عمان لوبغاړی زیشان صدیقی د ٦٩ منډو او ٥ وکټو په سبب د لوبې غوره لوبغاړی شو
افغانستان دریمه لوبه د مالدیپ سره درلوده. چې داځل افغانستان توپ اچونه وکړه. او د مالدیپ ټول ټیم ې په ١۴٣ وسوزه. د افغانستان لخوا ځوان توپ اچونکو سعید شیرزاد او رحمت شاه او نبي عیسي خیل درې درې کسان وسوزول.توپ وهنه کې افغانستان دا منډې په څلور وکټو پوره کړې او محمد نبي دلته هم د لوبې غوره لوبغاړی شو
څلورمه او وروستی لوبه ې د بوټان د ټیم سره وه چې ډیره یو طرفه لوبه وه. بوټان ټول ټیم په ٣٧ اورونو کې په ١٠٧ منډو وسوزید او افغانستان په دوه وکټو دا منډې پوره کړې. د افغانستان توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي سعید شیرذاد بیا ښه لوبه وکړه او د بوټان پینځه لوبغاړي ې وسوزول او د لوبې غوره لوبغاړی شو
په دې ټولو څلور میچونو کې ځوان لوبغاړو د توپ اچونه کې ښه لوبه کړې. تقاضه دا کیده چې دا لوبې چې اسانه ټیمونو سره دي ځوان لوبغاړو ته زیات فرصت ورکړل شوی او د بالرانو سره توپ وهونکو ته هم فرصت برابر شوی وه. خو زیاتره توپ وهنه مشرانو کړې. چې زیاته حیرانونکې نه وه.
اوس چې افغانستان سمي فاینل ته رسیدلی و د بل گروپ نه د عرب اماراتو یا د هانگ کانگ د ټیم سره د چارشنبې په ورځ سیمی فاینل کوي. بیا به د جمعې په ورځ د دې کپ فاینل وي افغانستان چې د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د انگلستان خلاف کمزورې لوبې په سبب د مینه والو مینه یو څه دلاسه ورکړې وه .کولی شي چې دا کپ او ویسټ انډیز کې گټلې د څلور ملکونو کپ سره کور ته ستون شي او بیرته د کرکټ میدان او د مینه والو مینه وگټي.
XS
SM
MD
LG