د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په کار ده په افغانستان کې د کم عمرو نجوڼو ودونه بند شي


ملگرو ملتونو نن دپنجشبنې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې پکار ده په دې باره کې ډېرې هلې ځلې وشي چې په افغانستان کې نجونی د وختي واده نه خوندي وساتل شي، ځکه چې له نیمايي نه زیاتې یې له شپږ کلنۍ نه تر 15 کلنۍ پوري واده کېږي.

نن د ماشومو نجڼو په نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو بیلابیلو څانګو او ادارو په افغانستان کې د ماشومو نجونو د حقونو خوندي ساتنې ته د نړیوالو پام ورواړوه.

ملگرو ملتونو وویل چې ماشومو نجوڼو ته یو لوی گواښ له وخت څخه مخکي ودونه دي. له وخت نه مخکي واده د بنسټیزو بشري حقونو څخه سرغړونه ده، پر ماشوم باندې ظلم او تیری دی او د ماشومتوب د حق څخه د ماشومانو بې برخی کول دي. پردی سر بېره له وخت نه مخکی واده د یوی نجلۍ د ژوند په ټولو اړخونو باندې لکه ښوونه اوروزنه او روغتیا خورا منفي اغیز کوي.

رپوټ زیاتوي هغه نجوڼې چې په ماشومتوب کې واده کېږي زیاتره د کورني تاوتریخوالی سره هم مخ کېږي. په ماشومتو ب کې واده هغه واده دی چې له اتلس کلنې نه مخکي وشي ، مخکي تردی چې نجلۍ په جسمي اورواني لحاظ دواده مسوولیتونو ته چمتو شي.

دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو خاص استاځی جان کوبیش افغانستان دېته وهڅاوه چې داسی گامونه اوچت کړي چې هم خپل ملي او هم نړېوال قانونی مسوولیتونه ترسره کړی شي هغه دا چې نجونی په ماشومتو ب کې له ودېدلو نه خوندي وساتی.

دملگروملتونو رپوټ وايي چې که څه هم په تیرو لسو کلونو کې پرمختگ راغلی دی خو بیا هم په افغانستان کې په سلو زرو ښځو کې چې ماشومان زېږوي تقرېبا 327 ښځې دماشوم دزېږولو په وخت کې مړې کېږي. دا په ټوله نړۍ کې ترټولو ناوړه شمېرنه ده. هغه نجوڼۍ چې له لس کلنې نه تر 14 کلنې پورې ودېږي او ماشوم ېې په نس وي ، دماشوم په زوکړې دهغوي دمړېنې شمیرته ترنورو پنځه چنده زېاته تمه کیدلی شي. دا شمېرنه دهغو ښځو په پرتله اخېستل شوېده چې د 20 نه د 24 کلونو په عمر کې وي.
XS
SM
MD
LG