د لاس رسي وړ اتصالات

چین د سوریې د جنجال د ختمولو لپاره پلان وړاندې کوي


د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په سوریې کی د سیاسي جنجال د ختمولو او د تاوتریخوالي د بندېدو لپاره یو نوی پلان وړاندې کوي. په وړاندیز کې پر څلورو مهمو ټکو ټینگار شوی دی.

دا پلان د چین د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د سوریې دپاره د عرب لیګ او ملگروملتونو ځانگړی استازی لخضر براهیمي ته پرون وړاندې شو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ینگ جی چي وویل چین دا پلان په سوریې کې د اوسنیو حالاتو، د کوفي عنان د شپږ اړخیز پلان ، د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د وروستیو پریکړو او په ژنیوا کې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د مهمو ټکو په نظر کې نیولو سره د یوه موقتي انتقالی حکومت د را منځ ته کولو دپاره په پوره غور ترتیب کړی دی.


بل پلو د امریکا حکومت پرون وویل د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو په مشرتابه کې د بدلون غوښتونکی دی. د دې کار گټه به دا وي چې نوي مشران به وکړای شي په غوره توگه د هغو کسانو استازیتوب وکړي چی د جبهې په لومړي خط کې قربانۍ ورکوي. نوي مشران به د زیات شمیر خلکو ملاتړ وگټلای شي او د هغو سختدریځو په وړاندې به ودریږي چې غواړي د سوریې د روان پاڅون څخه د ځان لپاره گټه پورته کړي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن د کرویشیا په مرکز کې خبریالانوته وویل چې امریکا د هغو اشخاصو او موسسو نومونه مشخص کړي دي چې د سوریې د حکومت د مخالفینو په رهبرۍ کې باید شامل کړای شي.

XS
SM
MD
LG