د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکی: حکومت د طالبانو سره په مستقیمو خبرو کې پاتې راغلی دی


د افغانستان یوه لوړ رتبه چارواکي چې د سولې په بهیر کې دخیل دی د رویټرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان حکومت په دې کې پاته راغلی دی چې د طالبانو سره دې په مستقیمه توګه خبرې پیل کړي او تمه هم نه کیږي چې د پخلاینې په برخې کې دې د ۲۰۱۴ کال نه مخکې د پام وړ پرمختګ وشي.

نوموړي چارواکي دغه څرګندونې د نوم د نه افشا کېدو په هکله کړي دي. دغه افغان چارواکی وايي چې د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو نه مخکې تمه نه کېږي چې په دغه برخې کې دې پرمختګ وشي.

د افغانستان حکومت او یاغیانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته د افغانستان نه د ناټو د محاربوي ځواکونو تر وتلو مخکې په دغه هیواد کې د ثبات د راوستلو د ترټولو ښه لارې په توګه کتل کیږي.

افغان چارواکو هیله درلوده چې د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتې د انتخاباتو نه مخکې د طالبانو سره د پخلاینې په برخې کې پرمختګ راشي تر څو په دغه هیواد کې د اوږدې مودې لپاره د بې ثباتي چانس کم شي.

افغان چارواکي چې د رویټرس خبرې آژانس ته دغه خبره کړې ویلي دي ،، که څه هم [د طالبانو سره] څه ناڅه تماس نیول شوی وو خو مخامخ خبرې نه دې شوي.،، هغه زیاته کړې چې مخامخ خبرې نه خو په افغانستان او نه هم په کوم بل هیواد کې شوي دي.
هغه دا هم ویلي دي چې د طالبانو سره تماسونه هم محدوده وه او هم زیاتره د ولایتونه په سطح وو.

بلي خوا ته نن د بالي د ډموکراسۍ د ټولنې پنځمه غونډه وشوه چې په کښي افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی و. د اندونیزیا ولسمشر سوسیلو بام بنګ یودویونو د ولسمشر کرزي او دغه راز د ترکیې د صدراعظم، رجب طیب اردګان سره جلا جلا غونډې وکړې.


اندونیزیا د افغانستان د پراختیا سره د مرستې لاس هم وغځاوه او افغانستان بیا د اندونیزیا سره د تجارت د ډیریدو غوښتنه وکړه. د افغانستان جمهور ریس کرزي وویل:،،اندونیزیا د افغانستان سره د تعلیم، ظرفیتونو د لوړولو لپاره د مرستې پشنهاد وکړ او ما د افغانستان له اړخه د اندونیزیا شرکتونه ته بلنه ورکړه چې د افغانستان په پراخیتا کې برخه واخلي ،،

د بالي د ډموکراسۍ د ټولنې د پنځمه غونډې په مهال اندونیزیا او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو د اړیکو او تعلیم په برخې کې یوه تفاهمنامه هم لاسلیک کړه.

د اندونیزیا ولسمشر ، ښاغلي یودویونو دغه راز د استرلیا د صدراعظمې، جولیا ګیلارد او د ختیځ تیمور د صدراعظم ښاغلي ګسماوو سره ګډه غونډه وکړه. د استرلیا صدراعظمې د غونډې نه ورسته رسنیو ته وویل چې د مجلس هدف یې دا و چې په راتلونکي کې د پراختیا او همکاریو لپاره لاره هواره کړي.
XS
SM
MD
LG