د لاس رسي وړ اتصالات

کال ١٢١۴ نه پس به څومره امریکاي عسکر افغانستان کې پاتې کیږي؟



د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا وایي، پنتاگان او سپینه ماڼۍ په دې بحث چه په دوه زره او څوارلسم کال کې د محاربوي عسکرو د ایستلو نه وروسته څومره امریکایي پوځیان په افغانستان کی پاتي شي.
پنیتا د دوشنبې په ورځ هغو خبریالانو ته چه دده سره په نظامي الوتکه استرالیا ته په سفر کی ملگری دي ، وویل په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د ناټو د اتلاف ریس جنرال جان الن، د تروریزم ضد د ملاتړ او د افغان قواوو د روزنې دپاره پلانونه وړاندې کړیدي.

جنرال جان الن، څو لارې پیشنهاد کړیدی ،او مونږه اوس د سپنیې مانۍ سره ورباندې غورکوو، او زه هیله لرم چه مونږه به وکړی شو چه په یو څو هفتو کی دغه کار بشپړ کړو. زه باور لرم چه مونږه به یوه سمه او مناسبه اندازه پوځیان چه د دوه زره څوارلسم کال ایسته باید هلته پاتي شی، غوره کړو.
امریکا او افغانستان د می په میاشتې کې سترتیژیک تړون امضا کړی دی چه ددې دوه هیوادونو تر منځ آینده اړیکی مشخصی کوی.
په تړون کې په خاص ډول داسې څه نشته چه څومره امریکایي عسکر به پاتی کیږي، خو دا ژمنه په کې شویده چه امریکا به د ټولو بین المللي محاربوي عسکرو د وتلو نه وروسته تر لسو کالونو پوری، د افغانستان سره مرسته کوي.
د جرمني د دفاع وزیر ددوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسیده چه د اتلاف د قواوو نه ، افغان قواوو ته د امنیتي چارو د سپارلو دغه روان بهیر وگوري.
ده وویل، جرمني به، په یوه هفته کې د افغانستان نه د خپلو قواوو د ایستلو دپاره د نورو اقداماتو په هکله تصمیم ونیسي.
د جرمني قریب څلورزره نهه سوه عسکر، ده، په افغانستان کې دي چه د اتلاف په قواووکې دریمه لویه قوه ده.
XS
SM
MD
LG