د لاس رسي وړ اتصالات

لېون پانېټه وايی دی په جنرال جان الن باندی باور لر ی


General John Allen Leon Panetta 2012 77777777777
General John Allen Leon Panetta 2012 77777777777
دامرېکا ددفاع وزېر لېون پانېټه وايی دی په جنرال جان الن باندی باور لر ی چې هغه په افغانستان کې دامرېکا دقواو قوماندان پاتی سی او خپلې وظېفی ته دوام ورکړي؛ که څه هم له هغی رسوا پېښی سره تړاولری چې د امرېکا داستخباراتو رئېس ډېوېډ پېټرېېس پکې استعفې وکړله. لېون پانېټه د لومړی ځل لپاره ددغه جنجال په برخه کې په ښکاره باندی په ا سترالېا کې خبری وکړلی. لېون پانېټه استرالېا ته د دوه اړخېزو ستراتېژېکو همکارېو د خبرو لپاره تللی دی.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانېټه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هلري کلنتن سره په یو خبری کنفرانس کې وویل هیځ څوک باید د جنرال الن په هکله بدگماني ونه کړي.

لېون پانېټه وویل"...هیڅوک باید په دې برخه کې بدگومانی او کومه نتیجه گیري ونکړي. جنرال الن د ایساف د د مشر په فوق العاده توگه خپله وظېفه ترسره کوی. . زه ېقېنا دهغه په برخه کې اعتمادلرم چې زموږ دقواو قوماندانی وکړی او جگړی ته دوام ورکړی."
خو دامرېکا ددفاع وزېر لېون پانېټه ووېل چې دهغه نومونه د ناټو دقواو دعمومی قوماندان په توگه داحتېاط لپاره ترهغه وخت پورې ځنډول شوېده چې ددې مسلی په برخه کې حقاېق معلوم سی.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلری کلنټن داسترالېا په پرت نومی سېمه کې ځايی مطبوعاتو ته وویل چې د جنرال جان الن خلاف تورونه او ادعاگانی به په افغانستان کې پرروانو پلانونو باندی کومه اغېزه ونلری.

هېلری کلنټن وویل : " جنرال جان الن ېو نامتو او وتلی قوماندان دی چې په افغانستان کې دناټو ا و اېساف دمامورېت مهمه برخه سرته رسوی. موږ په دې برخه کې دناټو او اېساف له نورو متحدینو سره خبری کړی دی. دافغانستان په برخه کې پلان جوړشوی او لاره معلومه ده. موږ په دې پوهېږی چې عبوری پړاو له موږ نه دکومو کارونو کول غواړی . موږ په دغه عبوری پړاو باندی عمل کوو او داکار به په خپل وخت وکړی.

جنرال جان الن دامرېکا ددفاع وزارت د داخلې تحقېقاتو سره هم مخ دی. داکار وروسته له هغه نه وشو چې دامرېکا د فېدرالی تحقېقاتو اداری د خپلو تحقېقاتو په لړ کې تقرېبا له شل زرو نه نیولی تر دېرش زرو پورې برېښ لېکونه پېداکړل چې دده او د جیل کلی په نامه ېوې ښځې ترمنځ تبادله شوی وو. په دغو تحقېقاتو کې په دې تمرکز کېږی چې اېا په دې کې نامناسبی خبری شوې دي او که نه.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما دناټو دعمومی قوماندان په توگه دهغه نومونه د سه شنبی په ورځ وځنډوله خو دسپېنی مآڼی نطاق جی کارنی خبرېالانو ته ووېل چې ښاغلی اوباما پر جنرال جان الن باندی عقېده لری او دهغه په برخه کې او هېواد ته دهغه دخدماتو په برخه کې ډېر عالی نظر لری.
ټاکل شوی وه چې جنرال جان الن د پنجشنبی په ورځ دکانگرېس په ېوه جرگه گۍ کې د خپلی نومونی په برخه کې شاهدی ورکړی. هغه له دېنه انکار وکړ چې گنی ده کوم وران کار کړیدی. رپوټ وايی چې ددغه تحقېقاتو په وخت کې به جنرال جان الن په افغانستان کې دناټو دقواو قوماندان پاتی شی.
XS
SM
MD
LG