د لاس رسي وړ اتصالات

مصریان وايي ولسمشر مورسي دي واک په خپل انحصار کې نه راولي


په مصر کې خلګ د ولسمشر مورسي پرضد راولاړ شوي دي او پر هغه باندې تور لګوي چې هڅه کوي خپل واک زیات کړي. خو ولسمشر مورسي بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې نه غواړي خپل و اک زیات کړي. د شنبې په ورځ د هغه پلویان په پلازمینې قاهرې کې راغونډ شوي وو چې د هغه د مخالفینو سره نښتې وکړې.

د تحریر څلور لاره بیا د خلګو ډکه شوې وه او په لسګونو زره خلګ مظاهرو ته راوتلی وو خو دغه ځل مظاهرې د یوه دیکتاتور پرضد نه بلکې د یوه ټاکل شوي ولمسشر پرضد دي. خلګ د حکومت د یوې وروستي پریکړې پرضد احتجاج کوي. هغوي تور لګوي چې ولسمشر مورسي غواړي ځان د هر ډول څارنې نه خلاص کړي او قضایه قوه تر اغیز لاندي راولي.

په عین حال کې د مورسی پلویان هم لارو کوڅو ته راوتلي وو چې د هغه نه خپل ملاتړ اعلان کړي. پولیس هڅه کوي چې نظم تامین کړي او مظاهره کونکي سره تیت کړي.
د مصر د ولسمشر محمد مورسي د هغې پریکړې پر ضد خلګ راپورته شوي دي چې غواړي د قضایه قوې په مقابل کې خپل و اک زیات کړي. پر هغه باندي نیوکه کونکي وايي چې غواړي دیکتاتورانه واک ترلاسه کړي او د قضایي څارنه څخه ځان معاف کړي چې دا به هغه ته د پاڅون پرضد د خطر په وخت کې د هر ډول اقدام اجازه ورکړي.

د شنبې په ورځ زیات شمیر خلګ په پلازمینې قاهرې کې راغونډ شوي وو او د ولسمشر مورسي د وروستي اقدام پرضد یې لاریون کوی. احمد مومن یو له دغو مظاهره کونکو څخه دی او وايي چې د هغه سره خیانت شوی دی. ،،زه د ایخوان المسلین او ولسمشر مورسي د اقدام سره خوشحاله نه یم. ما په خپله ولسمشر مورسي ته په ټولټاکنو کې رایه ورکړې وه خو اوس زه ډیر مایوسه یم.،،

د یادونې وړ ده چې د میاشتو راهیسي د محمد مورسي د اقداماتو په خاطر خلګ په غوصه وو خو د جمعې په ورځ یې خپله غوصه په عملي توګه څرګنده کړه او د تحریر څلور لارې ته راووتل.
په لسګونو زرو خلګو چې د تحریر څلور لارې ته راوتلي وو، ویل یې چې ایخوان المسلمین غواړي قدرت په انحصاري ډول خپل کړي او دا چي ولسمشر مورسي د اقتصادي ستونزو د حل کولو او بې امنیتۍ د کمولو په برخه کې لږ اقدامات کړي دي.

د ولسمشر مورسي یوه مخالفه چې حنا حمیدي نومېږي داسي وايي: ،،ولسمشر پرون هڅه وکړه چې په اساسي قانون کې بدلون راولي او دغه راز پارلماني قدرت یې هم ترلاسه کړې. اوس هڅه کېږي چې د هغو خلګو قهر او غوصه آرامه شي چې په پاڅون کې یې شهیدان او ټپیان ورکړي دي. ولسمشر په یوه لاس خلګو ته یو شی ورکوي او په بل لاس یې بیرته ځیني اخلي. بخښنه غواړم ولسمشر مونږ ستا دا کار نه منو.،،

بل مظاهره کونکی اشرف فاروق نومېږي. هغه وايي چې د ولسمشر حسن مبارک پرضد په پاڅون کې یې ورور له لاسه ورکړی دی. هغه په دې باور دی چې آزادي به د عدالت د تامین له لارې راځي. ،،باید عدالت رامنځ ته شي. ټول هغو کسانو چې د پاڅون په وخت کې یې خلګ ووژل او ټاپیان یې کړل باید محاکمه شي. که چیري مونږ عدالت و نه غواړو نو بیا هیڅ شی معنی نلري. داسي مه وایاست چې مصر د قانون حاکمیت نلري او یا آزادي او عدالت په کښي نسته. که تاسي غواړی چې آزادي او عدالت پرځای کړی نو باید چې غچ واخیستل شي.،،
ولسمشر مورسي په خپل وروستي فرمان کې چې د خلګو د قهر سبب شوی ویلي دي چې د هغه هر راتلونکی فرمان او پریکړه ردېدای نشي او نه د محکمې له خوا دعوه پرې کېدای شي.

ولسمشر مورسي پنځه میاشتې مخکي د مصر د لومړي ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه اوس مهال د اجرایه او مقننه قوې کنټرول په لاس کې لري او غواړي چې قضایه قوه هم تر اغیزه لاندي راولي. که څه هم هغه د ګوند د مشري څخه لاس واخیستی خو ګوند یې په پارلمان کې اکثریت لري. پر ولسمشر مورسي باندي نیوکې او د هغه پرضد مظاهرې په داسي حال کې کېږي چې هغه د چارشنبې په ورځ د اسرایلو او غزې ترمنځ اوربند رامنځ ته کړ. د هغه د دې نوښت له امله ولسمشر اوباما او میرمن کلینټن هغه وستایه.
XS
SM
MD
LG