د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیش کې اور د ۱۰۰ شاوخوا خلګ وژلي


په بنگله دیش کې چارواکي وايي د کالیو د گنډلو په یوې فابریکې کې د اور د لګېدو له کبله لږترلږه 100 کسه چې اکثره یې ښځې دي وژل شویدي. چارواکي وايي د مرگونو شمیر له دې نه هم زیاتیدلی شي.

د ژغورنې کارگرانو دغه مړي نن سهار پیدا کړیدي. مقامات وايي اور، د ډاکې نه بهر د تزرین فیشن فابریکې د نهه پوړېزې ودانۍ په لومړي منزل کې د شنبې په شپه ولگیدی.

زیاتره کارګران د ودانۍ په لوړو پوړونو کې بند پاتي وو. چارواکي وايي ځینو کارګرانو د ژغورنې د عملې د رسېدو نه مخکي د لوړو پوړونو نه ځانونه غورځولي دي او مړه شویدي

د اور د لګېدو علت سمدستي معلوم شوی نه دی. په بنگله دیش کې د کالیو د گنډلو قریب څلور زره فابریکې دي چې د نړیوالو بازارونو لپاره جامې گنډي.
XS
SM
MD
LG