د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر سترې محکمې د اساسي قانون د رفرنډم غونډه ځنډولې


EGYPT/COURT
EGYPT/COURT
د مصر عالي محکمې د ملک د هغې شورا د قانونیت په هکله استماعیه غونډه ځنډولې ده چې د نوي اساسی قانون مسوده یې رفرنډم ته تیاره کړیده.

دغې محکمې ویلي دي چې د اداري دلایلو له کبله یې دغه اقدام کړیدی. د ځنډولو دغه اعلان په داسې وخت کې شویدی چې د ولسمشر مورسي طرفدارانو د اساسی قانون ستره محکمه محاصره کړیده.

محکمې لا تر اوسه پوري نه دي ویلي چې دغه استعماعیه غونډه به څه وخت پیل شي.

په دې ورستیو ورځو کې قریب 30 تنه عیسویانو چې لیبرالان او سیکولر کسان دي، په دغه شورا کې د دی دپاره د برخې اخسیتو نه انکار وکړ چې د دوي په خبره د ولسمشر مورسي پلویانو د دغه غونډې په جریان باندی منگولې لګولي دي.

د محکمې حکم به چې هر څه وي مستقما به جمهورریس ته چې تیره میاشت یی ځان ته مطلق قدرت ورکړ مشکل وي ځکه چې د قضاییه قوې په شمول یې خپل صلاحیت د اساسي قانون د موسسانو د جرگی نه هم لوړ کړ.
XS
SM
MD
LG