د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی راتلونکې میاشت امریکا ته سفر کوي


ولسمشر کرزی راتلونکې میاشت امریکا ته سفر کوي

ولسمشر کرزی راتلونکې میاشت امریکا ته سفر کوي

افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې راتلونکي میاشت به واشنګټن ته سفر وکړي چې د امریکا د ولمسمشر براک اوباما سره د 2014 میلادي کال نه وروسته په افغانستان کې د امریکا په نقش ورسره خبرې وکړي.

ښآغلي کرزي چې د امریکا د دفاع د وزیر لیون پنیتا سره یې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کښې وینا کوله، وویل د اوباما سره به پدې خبرې اترې وکړي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته پکار ده څومره بهرني عسکر باید چې په افغانستان کې پاتې شي.

کرزي وویل پدې پوهیږي چې د عدلي او قانوني تعقیب نه د امریکایي ځواکونو مصؤنیت د واشنګټن لپاره د ډیره اهمیت وړ موضوع ده خو وایي هغه هم خپل ځیني لومړیتبونه لري چې بایدې خبرې پرې وشي.

کرزي وویل امریکا دې مونږ ته ښه اردو او ښه هوایي قوه جوړه کړي او دا وړتیا دې راکړي چې مونږ وکړی شو په سیمې کې د افغانانو ګټې وساتلی شو. کرزي وویل که امریکا دا کار وکړي نو دیته چمتو دی چې امریکایانو ته د مصؤنیت پر موضوع د افغانانو سره خبرې وکړي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر براک اوباما ویلي دي چې امریکا به افغانستان یوازې پرې نږدي ځکه د دې خطر شته چې یو ځل بیا به د 1990 د لسیزې په شان د القاعدې شبکه هلته د پټیدو خوندي مرکزونه جو کړي خو تر اوسه یې دا هم ندي ویلي چي د نړیوالو ځواکونو د محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو نه وروسته به څومره عسکر په افغانستان کې پریږدي او څه ډول ماموریت به ترسره کوي.

که څه هم چې په افغانستان کې د طالب جنګیالیو شمیر لږ دی خو بیا هم پدې تیرو یوولسو کالو کښې هغوي پدې توانیدلي چې د نړیوالو ځواکونو په خلاف د جګړې لمن توده وساتي.
پرون د پنجشبې په ورځ هغوي پدې وتوانیدل چې د کندهار د هوایي ډګر په یوې دروازې کې د بم غټه چاودنه وکړي. پدې چاودنې کې لږ تر لږه 3 کسان ووژل شول او 17 تنه نور ټپي شول. په وژل شویو کسانو کښې یو امریکایي پوځي او دوه ملکي افغانان شامل دي.


د کندهار پولیسو ویلي دي چې د چاودنې هدف د ایتلافي ځواکونو د موټرو یو کتار ؤ چې هوایي ډګر ته ننوته. طالبانو ویلي دي چې دا برید هغوي کړیدی.

د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا وایي چې هغوي د هوایي ډګر نه وتلي ؤ چې چاودنه وشوه. د امریکا پوځ د هغه امریکایي په اړه مالومات ندي ورکړي چې پدې چاودنې کې وژل شوي خو دا ویلي یې دي چې د پیښې په اړه به څیړنې کوي.
XS
SM
MD
LG