د لاس رسي وړ اتصالات

لومړیو مصري رای ورکونکو د مصر نوی اساسي قانون تایید کړی


لومړیو مصري رای ورکوونکو چې د نوي جنجالي اساسي قانون د مسودې په هلکه رفرنډم ته یې رایې ورکړې، دغه سند یې چې جمهورریس مرسي او د هغه اسلام پاله ملگرو یې پلوي کوله، تایید کړیدی.

د مصر نور رای ورکوونکي به په راتلونکې شنبې چې د ډسمبر 22 کیږي، رایې ورکړي.
د ولسمشر د ازادی او عدالت گوند او یو مخالف گروپ د غیرې رسمي نتیجو له مخې د رفرنډم په لومړۍ مرحلې کې قریب 56 فیصدو رای ورکوونکو اساسي قانون تایید کړیدی.
د اساسي قانون په مسودې باندې د څو هفتو راهیسې احتجاجونه او جنجالونه را پاریدلي دي.
د شنبې په ورځ د مخالفینو ایتلاف، د ملي نجات جبهې، پر اخوان المسلمین باندې چې ددغه پیشنهادي شوي اساسي قانون ملاتړ کوي، تور ولگاوه چې په رای اچوونو کې یې ټگی کړیده. ښاغلی مرسي مخکې د اخوان المسلمین گوند غړی ؤ.
XS
SM
MD
LG