د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: فساد به هغه مهال ورک شي کله چې د بهرنیانو راوړل شوی فساد ورک شي


حامد کرزی وایي له هیواده به یې فساد هغه مهال ورک شي چی د بهرنیانو په واسطه راوړل شوی او تشویق شوی فساد ورک شي. د افغان ولسمشر په وینا په تیرو لسو کالو کې یې په هیواد کې اداري فساد د تریاکو د زیاتیدو سره یو برابر اړخ لګوي. کرزی د فساد سره د نړیوالو او افغان ادارو مبارزه ظاهري او له صداقته تشه ګني .

د فساد سره د مبارزی په نړیواله ورځ د خبرو پر مهال په افغانستان کې د فساد د پراخیدو په اړه د ولسمشر حامد کرزي د تندې لهجې تیره څوکه یو وار بیا بهرنیانو ته متوجه ده خو د ده تر څنګ د خپل حکومت کمزوري هم له یاده نه باسي: ،،فساد په افغانستان کې دوه واضیح منبعې لري یوه زموږ داخلي کمزوري او په قوانینو او اجراتو کې د دولت او ادارې ضعف او کمزوري ده او دویم یې هم د بهرنیانو له خوا راوړل شوی او تشویق شوی فساد دی چې کله کله دا دواړه سره تړلي او یو د بل د تشویق باعث کیږي .،،
ولسمشر کرزی مني چې په تیرو لسو کالو کې یې فساد په هیواد کې د تریاکو له ډیریدو سره یوشانې اړخ لګوي .او د دې کار لوی لامل بهرنیان ګني.
حامد کرزی ټینګار کوي چی له هیواده به یې فساد هله ورک شي چې هیواد ته یې د بهرنیو په واسطه راوړل شوی او تشویق شوی فساد له منځ ولاړ شي.،، په افغانستان کې د فساد ورکیدل واضح په دووه جهتو کې کار غواړي موږ ډیر کار او کوښښ کړی دی خو کوښښ به مو هله نتیجه ورکړي چی د فساد لوی لاملونه چې دې هیواد ته راغلي دي له دغه هیواده ورک شي .
ښاغلی کرزی په افغانستان کې د پراخ فساد په شتون کې د بهرنیانو په لاس لرلو دومره تینګار کوي چې وايي ډاډه دی تر ۲۰۱۴ او د بهرنیانو د وتلو وروسته به یې په هیواد کې فساد هم تر ډیره بریده را کم شي.،، زه ډاډه یم چی پهّ ۲۰۱۴ کال کې چی بهرنۍ قواوې او د دوي تشکیلات او قرار دادونه به له هیواده کم شي نو دا به د فساد لویه منبع وي چې له افغانستان نه به ورکیږي او دا به د افغانستان په خیر وي،، .
افغان ولسمشر تینګار کوي چی په څو څو واره یې له بهرنیانو غوښتي دي چې قراردادونه دي د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو یا په هغوي پورې تړلو کسانو ته نه ورکوي . خو هغوي تر ننه دغه کار ته په پته ادامه ورکوي او همدا قراردادونه په خپل هیواد کې د غټ او تحمیل شوي فساد لامل ګني .

ولسمشر کرزی وایي په افغانستان کې د ناټو د مشر جنرال مک کریستال د هغې ادعا په باب یې چې ویلي یی وو د ولسمشر کرزي ورور ولي کرزي ته یی قرار دادونه ورکړي دي، د ناټو نه اسناد وغوښتل او ناټو تر دغه اسناد را برسیره نکړل. ولسمشر کرزي ولی کرزي ته د قرار دا دونو د ورکړو خبره یوه بې اساسه ادعا او تیر وتنه هم وتیروتنه وګڼله.
له بلی خوا ښآغلی کرزی په افغانستان کی د فساد د شتون په اړوند د شفافیت د نړیوالی اداری راپور له حقیقته تش ګني او وایی ورسره موافق ندی .
کرزی وایی دغه راز راپورونه د افغان دولت د کمزوري کولو په موخې جوړیږي .خو افغانستان د فساد سره په مبارزه کی تر یوه بریده بریالی دی.
کرزي د امنیتی خصوصی شرکتونو له منځ وړل په خپل هیواد کې د فساد سره د مبارزې په لاره کې لویه بریا ګني ځکه وایي دغه شرکتونه یې په هیواد کې د لوي فساد او نا امنیوو د پراخیدو لامل ګرځیدلي وو.
حامد کرزی تینګار کوي چې دا بریاوې به هله خپل رنګ روښانه وښیی چی په هیواد کې یې قانون په ټولو یو شان تطبیق شي.د هغه په وینا دا چې کمزوری فاسد سړی زندان ته واچول شی خو زورآور فاسد آزاد وګرځي او له چا ویره ونه لری دا د افغان دولت او ملت د کمزورتیا او د فساد د پراخیدو لوی سبب دی .
د ولسمشر سره په دی خبرو کې د افغانستان د فساد سره د مبارزې د عالی ادارې مشر ډاکتر عزیز الله لودین هم همغږی دی . لودین وایي د تیر یوه کال په اوږدو کې یې د فساد څه د پاسه ۱۶۰ دوسیې څارنوالۍ او عدلي مراجعو ته ورسپارلي دي خو تر ننه چا د دغو دوسیو پاڼه هم نده اړولې .
د لودین د خبرو پر اساس ډیری دغه دوسیې د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو د فساد په اړه دي نوکه د فساد سره مبارزه داسې وي دا به هیڅکله هم بریالی نه وي : ،، سره له دې چې غټې قضیې او دوسیې چې زما او زما د همکارانو د زیار او زحمت په اساس را برسیره شوې وې هیڅ ځای ته ندی رسیدلی او موږ تر اوسه د هیچا د محکمی شاهدان نه یو.،،

حامد کرزی وایی امریکې ته به د خپل سفر په لړ کې له دغه هیواد نه غواړي چی له افغانستان سره د خپل لاسلیک کړی ستراتیژیک تړون په اساس د دغه هیواد پوځونه او امنیتي ځواکونه په ښه او جدي توګه وروزی او سمبال یې کړي ، ، دی هیواد ته دې خپلې مرستې په سمه او منطقي لارو مصرف کړي د دغه هیواد ځوان نسل دی وروزی او د هیواد اقتصادی بنسټونه دې ورغوي .
کرزی تینګار کوي چی هیوا د او هیواد وال به یې روښانه او ډاډمنه راتلونکې ولری خو شرط یې دا دی چی افغانان باید په ځان کی د خپل هیواد د مالکیت حس وروزي .
بهارت صابر آشنا راډیو کابل
XS
SM
MD
LG