د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه هغو افغانانو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې یې د دوي سره کار کړی وي


فرانسه به هغه افغانان چې د فرانسوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړي وي او ژوند یې په خطر کې وي قبول کړي.

د فرانس پریس خبري آژانس وايي چې د فرانسې د دفاع وزارت د چار شنبې په ورځ ویلي دي چې فرانسه به یو شمیر افغانان چې د فرانسوي ځواکونو سره یې د ترجمانانو په حیث کار کوی قبول کړي.

د چهارشنبې به ورځ د فرانسې یوې ورځپانې، لې موند Le Monde هم ویلي و شاووخوا ۱۷۰ افغانانو ته به د جنوري د میاشتې نه ورسته فرانسې ته د ورتګ اجازه وکړل شي او هلته به خپل ژوند پیل کړي.

فرانسې د روان کال د ډیسمبر په میاشت کې دوه کاله مخکي له هغه نه چې د ناټو د تړون نور غړي هیوادونه به د افغانستان څخه ووځي، ددغه هېواد نه خپلې محاربوي قواووې وایستلې.
XS
SM
MD
LG