د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې


عراقي چارواکي وايي چې ددغه هیواد په پلازمنې بغداد کې نن د دوشنبې په ورځ د چاودنو له کبله ۱۵ کسه وژل شوي دي او لږ تر لږه ۲۴ کسه ټپیان شوي دي. په دغه هیواد کې د ورستیوو بریدونو هدف دا دی چې امنیت کمزوری کړي او پر حکومت باندي د خلګو اعتماد کم کړي.

دغه خونړۍ چاودنې د موصایب په ښارګوټي کې رامنځ ته شودي چې د پلازمېنې جنوب ته په ۶۰ کیلومیټرۍ کې موقعیت لري. یاغیانو د دوو کورونو شاوخوا بمونه پټ کړي وو چې یوه کور د پولیسو د یوه افسر وو.
په دې چاودنو کې دوې میرمنې او دوه ماشومان چې عمرونه یې د ۱۱ او څورلسو کلونو ترمنځ وو، ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

دغه راز د حلاح په ښار کې هم پر یوې مصروفې جادې باندي یوه موټر بم چاودنه وکړه ، درې کسه یې ووژل او ۲۱ کسه نور یې تپیان کړل. د چاودنې په سیمه کې زیات شمیر حکومتي ودانۍ وې.
XS
SM
MD
LG