د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مشرانوجرگې د مالي گړنگ د مخنیوي پلان تصویب کړ


Men hang Vesak lanterns ahead of Vesak Day celebrations in Colombo, Sri Lanka. Vesak Day, which is celebrated on May 14 and 15 in Sri Lanka, commemorates the birth, enlightenment and death of Buddha.
Men hang Vesak lanterns ahead of Vesak Day celebrations in Colombo, Sri Lanka. Vesak Day, which is celebrated on May 14 and 15 in Sri Lanka, commemorates the birth, enlightenment and death of Buddha.
د امریکا د مشرانو جرګې یا سنا هغه پلان چې د مالي ګرنګ د مخنوي لپاره جوړشوي و تصویب کړ. دغه پلان ورسته له دې نه د سنا لخوا تصویب شو چې د سپینې مانۍ او کانګریس د جمهوري غوښتونکو ترمنځ ورباندې جوړجاړی وشو.

د پلان په اړه د تیرو دوو ورځو راهیسي بحث روان وو او نن د سې شنبې په ورځ په سنا کې د ۸۹ موافقو او ۸ مخالفو راییو په ورکولو سره تصویب شو.

د امریکا ولسمشر، بارک اوباما د سنا د رایې اچونې نتایج وستایل او د استازو د جرګې نه یې هم غوښتنه وکړه چې دغه لایحه دې د کوم ځنډ نه بغی تصویب کړي. د امریکا د استازو جرګه به نن د واشنګټن په وخت غرمې ته غونډه وکړي او په لایحې به غور وکړي.

په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر، میچ مېکانل وویل چې دغه جوړجاړی یوه نامکمله موافقه ده چې په زیاتره امریکایانو باندې به د مالیاتو د ډیریدو د اغیزو مخه ونیسي. هغه د مرستیال ولسمشر، جو بایډن نه مننه وکړه چې د سنا د مشرانو سره یې جوړجاړي ته د رسیدو په لارې کې مرسته کړې ده.

د دغه پلان په اساس به، په هغه کس چې د ۴٠٠٠٠٠ امریکايي ډالرو نه ډیر عاید لري یا په هغه کورنۍ چې د ۴٥٠٠٠٠ امریکايي ډالرو نه ډیر عاید لري مالیات ډیر شي. د دغه پلان په اساس به د دولت لکښتونه په دفاعي او کورنیو چارو کې د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شي او ورسته به بیا په دې اړه فیصله وشي. په دغه کار سره به د دواړو ګوندونو ترمنځ په راتلونکي کې هم تاوده بحثونه وشي.
XS
SM
MD
LG