د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو یو مشر په بې پيلوټه الوتکې کې وژل شوی


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په قبایلي علاقه کې چې له افغانستان سره سرحد لري دامریکا د بې پیېلوټه الوتکې په بریدونو کې ، لږ تر لږه 14 تنه افراطیان چې له القاعده سره تړاو لری، وژل شویدی.

رپوټ وايي ددغه برید د مړیو په جمله کې په جنوبي وزېرستان کې یو جگپوړه قوماندان مولوي نظیر او دهغه دوه تنه مرستیالان هم شامل دي.
چارواکیو نن دپنچشنبې په روځ وویل چې دغه پیښه دانگورو هډه، په نامه کلي کې د پنجشنبې په سهار وخته شوې ده.


رپوټ وايي چې مولوي نظیر زیاتره په دې کې علاقه لرله چې په افغانستان کې دامریکا په مشرتابه قواوو باندېی بریدونه وکړي نظر دې ته چې د پاکستان پر امنیتی قواو بریدونه وکړي. دهغه ډلې دالقاعده له نوروډلو سره تړاو درلودی.

دتیرکال دنومبر په میاشت کې مولوی نظیر په یوه ځانمرگی برید کې چې شپږ تنه پکې ووژل شول، زخمي شو.



مولوي نظیر د پاکستان له حکومت سره په 2007 م کال کې د سولې تړون لاسلیک کړی و. هغه د پاکستان له طالبانو سره له جنجال نه ډکې اړېکې درلودلې ځکه هغوي د پاکستان پرامنیتي قواوو باندې بریدونه کوي.

یوکال مخکی، دامریکا مشکوکو بې پیلوټه الوتکو ادعا وکړله چې د مولوي نظیر مرستیال خان محمد او دهغه کشر ورور یی وژلی دی.

تېرکال دامریکا ولسمشر براک اوباما هم داول ځل لپاره دا خبره په څرگنده ومنله چې امریکا په پاکستان کې د افراطیانو خلاف دبې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي. دغه بریدونه په پاکستان کې دخلکو ملاتړ نلري.
XS
SM
MD
LG