د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی واشنګټن ته راروان شوی دی


ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ د کابل څخه د واشنګټن پر خوا حرکت وکړ. ټاکل شوې چې ښاغلی کرزی به واشنګټن ته خپل د سفر په لړ کې د ولسمشر اوباما او نورو امریکايي چارواکو سره د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان پر راتلونکې خبري وکړي.

د ولسمشر کرزي دفتر ویلي دي چې هغه به روانه اونۍ په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره به پر یولړ مهمو مسایلو باندې خبري وکړي چې په کښي د افغانستان سیاسي او نظامي انتقال مسله شامل دی، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون مسله شامله ده، د سولې او بیا پخلاینې مسله شامله ده او د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغانستان سره د امریکا د مرستو مسله شامل ده.

د ۲۰۰۱ لومړي کال راهیسي د امریکا خلګو خپل د مالیاتو د پیسو نه په لسګونو میلیارده ډالره افغانستان ته ورکړي دي چې دغه هیواد په جوړ شي.
آمریکايي او افغان چارواکي پر دې غور کوري چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به کله چې ناټو خپل محاربوي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي، څومره آمریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاته شي.

اوس مهال ۶۸ زره آمریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي. نظامي چارواکو د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۱۵ زرو آمریکايي قواوو د پاته کېدو غږ پورته کړی دی چې په دغه هیواد کې افغان ملي امنیتي ځواکونه وروزي او د ترهګرۍ ضد عملیات اجرا کړي.
مخکي له دینه چې ولسمشر کرزی واشنګټن ته په سفر راروان شي نوموړي د یوه ډله آمریکايي سناتورانو سره وکتل. د هغه دفتر وايي چې دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون او د سولې پر بهیر باندې خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې ولسمشر کرزی به خپل د سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت د ریْس اسدالله خالد عیادت ته هم ورسي چې په امریکا کې یې درملنه کېږي. هغه څه موده مخکي په کابل کې په یوه ځانمرګه برید کې ټپي شو او د درملنې لپاره آمریکا ته راوړل شو.
XS
SM
MD
LG