د لاس رسي وړ اتصالات

د بم په چاودنه کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي


آرشیف
آرشیف
پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره سرحد ته نژدې قبایلې علاقې د سړک د غاړی د بم په چاودنه کې 14 پاکستاني عسکر وژل شویدي او لږ تر لږه 21 کسه نور ټپیان شویدي.

دغه مقامات وایي نن په شمالي وزیرستان کې چې په پاکستان کې د القاعدې او طالبانو د پټیدو مرکز دی، د یو نظامي کاروان مخې ته شویده. تراوسه پورې د دې حملې مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی. دغه حمله د دوسالی کلي ته نژدې شویده.
دغه حمله په داسي حال کې شوې چې آه خوا د پاکستان صدراعظم د کوټې ښار ته تللی دی چې د هغو شیعه کورنیو سره وگوري چې د خپلو کورنیو د غړو د مړو د تابوتونو تر څنگ ناست دي او احتجاج یي کړیدی.


د دوي دا کسان په یوې داسې فرقه یې حملې کې وژل شویدي چې ددی هېواد د فرقه ايي حملو په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

پرویز راجا اشرف نن د یکشنبې په سهار، د دې احتجاجونو په دریمه ورځ په الوتکه کې کوټی ته ولاړ. دغه احتجاجونه د پنجشنبې په ورځ د بمونو د چاودنو نه وروسته چې قریب سل کسه په کې ووژل شول پیل شویدي.


په یوې اسلامې ټولنې کې چې معمولا مړي په یو څو ساعتونو کې خاوروته سپارل کیږي، د مړو نه خښول، یو ډیر سخت احتجاج دی.

پولیس وايي ، د بمونو چاودنې په هغه سیمه کې شویدي چې معمولا هزاره گان په کښي اوسېږي. لښکر جنگوي ډلې چې یوه غیر قانوني ډله اعلان شویده، ویلي یې دي چې دا حملې دوي کړیدي.
XS
SM
MD
LG