د لاس رسي وړ اتصالات

د هند لوي درستیز د پاکستان د بریدونو په مقابل کې د سخت دریځ غږ پورته کړی


د هند لوي درستیز وایي ، خپلو قوماندانانو ته یې امر کړیدی چې په جنجالي کشمیر کې د پاکستان د قواوو د هر ډز په مقابل کې سخت ځواب ورکړي.

جنرال بیکرم سنگ د دوشنبې په ورځ وویل، توقع لري چې عسکر به یې د پاکستاني عسکر د پارونو ځواب ورکړي.

ښاغلي سنگ دا خبرې نن، د هند او پاکستاني قوماندانانو د غونډې نه مخکې کړي دي. دغه قوماندانان نن د د دوشنبې په ورځ د تیرې اونۍ د هغې پیښې په هکله غږیږي چې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر د کنترول په کرښې باندې په ډزو کې هندي او پاکستاني عسکر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG