د لاس رسي وړ اتصالات

په لسګونو هیوادونه به د امنیت شورا نه وغواړي چې د سوریې مسله نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندي شي


د سویت زرلینډ په مشري به څه باندې پنځوس هیوادونه نن د دوشنبی په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت له شورانه وغواړي چې د سوريي موضوع دي نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندې کړي .

ددی اقدام له مخې به د جنګي جنایتونو د تعقیب لپاره لاره اواره شي.
اسوسیټډ پرس ته یو لیک رسیدلی دی چې وایي د ملګرو ملتونو منصفه هیات په سوريي کې د دوه زره یوولسم کال د مارچ د میاشتې د پاڅون نه راپدې خوا د شکنجې، د جنسي تاوتریخوالي او بی له محاکمې نه د اعدامونو په باره کې معلومات لاس ته راوړي دي.

په داسې حال کې چې تاوتریخوالی همداسې لا هم دوام لري د بشري مرستو ډلې له نړیوالې ټولنې نه غواړي چې، دمهاجرو لپاره مرستې زیاتې کړي چې ددغه تاوتریخوالي په سبب له خپل کور او کلي نه بی ځایه شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې نن د دوشنبی په ورځ یو رپوټ خپور کړیدی. په دغه رپوټ کې خبرداری ورکړل شویدی چې دغه سیمه د بشري فاجعی سره مخامخ ده . په نوموړي رپوټ کې دمهاجرو ستونزې بیان شویدی . په ستونزو کې د مهاجرو روغتیايي مشکلات او جنسي تاوتریخوالی شامل دی او ډیری کورنۍ د سوريي نه د وتلو لپاره همدا دلیل وړاندي کوي.
XS
SM
MD
LG