د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د بم چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې


افغان چارواکي وایی چې د پولیسو یو موټر چې صاحب منصبان او بندیان په کې سپاره وو، د افغانستان په لوي جنوبی ښار کی د سړک د غاړې په بم ختلی دی ، د رامنځ ته شوې چاودنې له کبله لس سپرلی وژل شوي دي.

دا د پرونیو څلورو چاودنو له جملې نه چې په افغانستان کې وشوې او لږ تر لږه 24 کسه په کې ووژل شول، یوه چاودنه وه. یاغیان هره ورځ د افغانستان په شاوخوا کې حملې کوي او زیاتره حملې یې په افغان پولیسو وي.

د قندهار په ښار کې دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې پولیس دغه ښار ته نژدې د شپې د خواه د استوگنې یوې سیمی ته ورغلل چې هغه بم وگوري چې هلته پیدا شوی و. دغه خبره د قندهار د والي نطاق جاوید فیصل کړیده.
دوي په هغو درې تنو بدگومانه دي او هغوي یې بندیان کړیدي چې د پولیسو په موتړ کې د سیمې نه بیرته ورسره تلل. د پولیسو موټر په بل بم وختی چې د سړک په غاړه ایښودل شوی و. په دې چاودنه کې د پولیسو اته تنه صاحب منصبان او دوه تنه بندیان ووژل شول.

په عین حال کې افغان چارواکي په ناټو تور لگوي چې بیگا یې د لوگر د ولایت په ختیځه برخه کیپه ناڅاپی حمله کی ۳ کسه وژلي دي.
ناټو دغه تورونه ردوي، وایی د شنبې په شپه یې د لوگر د ولایت په برکي برک کی هیڅ عملیات نه دي کړی. ناټو وویل درې تنه وژل شویدي او هغه یاغیان وو چه افغان قواوو وژلي دی.

د لوګر د پولیسو د قومان معاون ریس خان عبدالرحیم زي وویل ،، دری واړه ملکي خلک وو. دری واړه ورونه وو. دوي د همدی علاقې په یوی بلې برخې کی د خپل یو ورور په کور کی د شپی میلمانه وو او هغه وخت چې دوی بیرته په موټر کی روان وو، خارجي عسکرو یو دم ورباندی حمله وکړه. دا د خارجي عسکرو غلط فهمي وه چه ډزې یی پری وکړې،،.

همدا شان پرون د شنبې په ورځ لس پولیسان هغه وخت د کندوز په ښار کی ووژل شول چې په موټر سایکل سپور یوه ځان مرګي، حمله وکړه او په ځان پوري تړلي بمونه یې وچول.

په عین حال کې د غزني په ښار کې په بایسکل پوری د تړل شوي بم د چاودنی له امله یو پولیس او یو ملکی سړی ووژل شول. دغه راز د فراه د ولایت چارواکو نن وویل چې پرون ماښام د پولیسو دوه صاحب منصبان په داسې حال کې ووژل شول چې د سپرلی موټر یې د سړک د غاړې په بم وختی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کندز او غزني په ولایتونو کې دغه ترورستي حملې چې یو شمیر ولسي خلک په کی مړه او زخمیان شول ډیرې سختې وغندلې.
ولسمشر کرزی وویل د افغانستان دښمنان ددغو ترورستی حمله په وسیله غواړي چه زمونږ د ولس د پرمختگونو مخه ونیسی، خو دغه ارمان به یې پوره نسي. ولسمشر کرزی د دی حملو د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړه او زخمیانو ته یې د روغتیا دعا وکړه.

XS
SM
MD
LG