د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیه به د افغانستان سره د 185 میلیونه یورو مرسته وکړي


اروپايي اتحادیه به په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د برابرولو او کرهنې د ښه کولو لپاره د185 میلیونه یورو مرسته وکړي.

په یوه بیان کې چې د اروپایي اتحادیې لخوا خپور شوی دی ویل شوي دي چې دغه مرستې به د دوو موافقتنامو په اساس وشي چې د اروپايي کمیسیون او د افغانستان د مالیې د وزیر، حضرت عمر زاخیلوال ترمنځ به لاسلیک شي.

د لومړۍ موافقتنامې په اساس به په 21 ولایتونو کې 14 میلیونو خلګو ته صحي خدمات برابر شي او د دوهمې موافقتنامې په اساس به د کرهنې په برخې کې د کلیوالو سیمو سره مرسته وشي. په دغه کې به د اوبو د مدیریت د ښه کولو لپاره مرستې هم شاملې وي.
XS
SM
MD
LG