د لاس رسي وړ اتصالات

عطا محمد نور په انتخاباتو کې د کاندیدو احتمال نه ردوي


Balkh Governor Atta M. Noor
Balkh Governor Atta M. Noor
د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د هغه چا ملاټر به وکړي چې د یوې ملي غونډې له خوا د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې د کاندید په توګه ونومول شي. ښاغلی نور زیاتوي چې که ملي غونډه و نه شي نو د لویو شخصیتونو غونډې ته به مراجعه وکړي ترڅو په انتخاباتو کې د یوه کاندید د درولو په سر سلا وشي. خو هغه دا هم وايي چې که چیري دغه شرایط پوره نه شي او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې داسي کسان ځانونه کاندید کړي چې کمزوره وي او د خلګو اعتماد پرې نه وي نو دی به بیا حتمي ځان کاندیدوي.

د بلخ والي عطا محمد نور زموږ د همکارې زیبا خادم سره په یوه مرکې کې د جمهوري ریاست د راروانو انتخاباتو، د مزارشریف د غونډې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه څرګندونې کړي دي چې دلته یې اوریدلی شی.
please wait

No media source currently available

0:00 0:18:00 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG