د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: ایران به پرې نږدو چې اټمي وسلې ترلاسه کړي


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې نړیواله ټولنه دې ته چمتو ده چې د اټمي وسلو په هکله د خبرو په راتلونکې غونډه کې د ایران سره خبرې وکړي که چیري دغه هیواد د عملي خبرو آماده ګي وښيي. ښاغلي کیري دغه خبرې د کاناډا د باندنیو چارو د وزیرجان بایرد سره یوځای د باندنیو چارو په وزارت کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د امریکا د باندنیو وزیر جان کیري وویل چې امریکا اوس هم چمتو ده چې د ایران سره د ډیپلوماسۍ له لارې معامله وکړي خو نوموړي د ولسمشر بارک اوباما د حکومت دریځ یوځل بیا بیان کړ هغه دا چي د ایران د مخنیوي په خاطر چې دغه هیواد اټمي وسلو ته لاس رسی پیدا نکړي، پر ټولو لارو به غور وسي.

جان کیري داسي وویل: ،،زه غواړم چې ایران ته دا واضیح کړم چې د ډيپلوماسۍ لاره اوس هم خلاصه ده او مونږ دا قبوله کړې ده چې د ایران سره به په راتلونکو دوو اونیوو کې په قزاقستان کې ګورو. مونږ خپل دريځ واضیح کړی دی.اوس نهايي پریکړه د ایران په لاس کې ده.،،

ټاکل شوې چې د فیبرورۍ پر ۲۶ نیټه ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني سره وګوري.

ښاغلي کیري د ایران په هلکه دغه څرګندونې د کاناډا د باندنیو چارو د وزیر جان بایرد سره یو ځای په یوه خبري کنفرانس کې وکړې. ښاغلي بایر هم د ایران د اټمي پروګرام په هکله د خپل هیواد دریځ بیان کړ. ،،کاناډا هم د یوه اټم لرونکي ایران په هکله د نړۍ په شان اندېښمنه ده. مونږ په دې باور یوو چې د ترهګرۍ څخه د ایران د مالي ملاتړ او په دغه هیواد کې د بشري حقوقو د مخ پر خرابیدو وضیعت په پرتله د ایران د اټمي وسلو پروګرام نړیوالې سولې او امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ پېښوي.،،

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې نړیوالې ټولنه آماده ده چې ایران ته په مثبته توګه ځواب ورکړي خو که ایران په خپل دريځ کې بدلون رانولي نو د نړیوالې انزوا سره به لاس او ګریوان سي. ښاغلي کیري وویل چې د ایران وروستی اعلان چې د یورانیمو د غني کولو اندازه به زیاته کړي چې په مرسته یې اټمي سرګولولې او د تیلو ریکټرونه جوړیدای شي، د اندېښنې وړ او زورنکې موضوع ده خو نوموړي پر یوې خبرې ټینګار وکړ چې نړۍ ژمنه ده چې ایران د اټمي وسلو ترلاسه کولو ته پرې نږدي. ،،زمونږ پنځه جمع یو ډلې ملګري هیوادونه په خپلې تګلاره کې سره سلا یوو. مونږ دې ته ژمن یوو، زه یې بیا تکراروم مونږ دې ته ژمن یوو چې ایران پرې نږدو چې اټمي وسلې ترلاسه کړي. مونږ به خپلې دوې اړخیزې پالیسۍ ته ادامه ورکړو چې پر خبرو او فشار اتکا کوي.،،

ښاغلي کیري دغه راز د سوریې د روان بحران او تشدد په هکله هم اندېښنه څرګند کړه او وویل چې باید د تشدد د خمتولو لپاره یو لاره پیدا سي. ،،زما په آند اوس د امریکا په حکومت کې او د نړۍ په نورو برخو کې خلګ د سوریې د دوامداره تشدد په خاطر اندېښمن دي. په هغه هیواد کې زیات شمیر وژنې کېږي او د تشدد کچه ډیره لوړه سوې ده. مونږ غواړو چې د دې بحران د حل لپاره کومه لاره پیدا سي.،،

د یادونې وړ ده چې د سوریې په موضوع کې د امریکا د دفاع وزیر لیان پنیټا او د امریکا لوی درستیز جنرال مارټین ډیمبسي د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته وویل چې ولسمشر اوباما ته یې وړاندیز کړی وو چې د سوریې په بحران کې دي د سوریې د حکومت د مخالفینو سره نظامي مرسته وشي خو ولسمشر اوباما دغه نظریه رد کړه. ولسمشر اوباما د ۲۰۱۱ کال د اګست په میاشت کې د سوریې پر مشر باندې غږ وکړ چې واک دي پرېږدي خو د امریکا متحده ایالاتو هر ډول نظریه چې په سوریې کې دي د پروازونو ممنوعه سیمه اعلان شي یا دي د سوریې د حکومت د مخالفینو سره د عصري وسلو مرسته وشي، رد کړله.
XS
SM
MD
LG