د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د باندنیو چارو وزیر به نن په برلین کې د خپل روسې انډول سره وګوري


JOHN KERY

JOHN KERY


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري به نن په برلین کې د خپل روسې انډول سرګي لاورف سره وګوري. تمه ده چې په دغه کتنې کې به د سوریې د راتلونکي په اړه هم خبرې وشي.

واشنګټن او مسکو په دې اړه اختلاف لري چې څنګه د سوریې مخالفین قانع کړي چې د سوریې په اړه په نړیوالو خبرو کې برخه واخلي.

روسیه یو له هغو څو هیوادونو نه ده چې د سوریې د ولسمشر بشارالسد سره یې خپلې اړیکې ساتلي دي. امریکا او د امریکا نور ملګري هیوادونه بیا په دې ټنګار کوي چې د سوریې ولسمشر بشارالسد دې استعفی وکړي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG