د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل د افغانستان د ماموریت لپاره نوې جنګي الوتکې جوړوي


د برازیل د ایمبریر شرکت د آمریکا د هوایي پوځ لپاره د افغانستان د جګړې په خاطر شل سپکې جنګې الوتکې جوړوي.

د رویټرز خبري اژانس رپورټ ورکړ چې د چهارشنبی په ورځ د برازیل د الوتکو جوړولو ایمبریر شرکت د امریکا د هوایې پوځ له خوا د وړاندي شوی قرار داد داوطلبي وګټله. ددغو الوتکو نه به د وسله والو مخالفانو پر خلاف دعملیاتو پر وخت استفاده کېږي.

د روېټرز اژانس زیاتوي چې امریکا د برازیل سره په پوځي سیکټور کې خپلې اړېکې ډېرې زېاتې پیاوړي کړي دي. څو نورو شخصي شرکتونو هم غوښتل چې په افغانستان کې د آمریکا د هوایې ځواکونو لپاره دسپکو جنګي الوتکو دجوړولو قرارداد واخلي خو د برازیل دایمبریر شرکت په داوطلبي کښی ځیني مخکي شو. ددغو الوتکو مجموعې مصرف ۴٢٠ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
XS
SM
MD
LG