د لاس رسي وړ اتصالات

په بنلګه دیش کې د څلورمې ورځې لپاره مظاهرو دوام وکړ


دبنگله دیش حکومت په شمال کې ددې لپاره خپل عسکر اچولي دي چې هغه نښتې پای ته ورسوي چې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د څلورم ورځې لپاره ادامه لري. دغه مظاهرې له هغه ورځې راهیسې شروع شوي چې یوه اسلام پاله مخالف مشرته د جنګي جنایاتو په جرم دمرگ سزا ورکړل شوه.

چارواکي وايی د یکشنبی په ورځ په مظاهرو کې تقریبا شپږ تنه په مختلفو ځایونو کې وژل شوي دي. د بنگله دیش په جنوب کي هم د پولیسو او اسلام پالو ترمنځ شخړې شوي دي او په دې لړ کې په چیتا گانگکي لږترلږ دوه کسه وژل شوي دي.

د جماعت اسلامي د گوند په یوه لوړ پوړي مشر ( دلاور حسین سعیدي) باندي د تیري پنجشنبې په ورځ د جنګي جنایاتو یوې محکمې وروسته له هغه د اعدام سزا را وایستله چي د ښځو په بې سیرته کولو او ډله ایزو قتلونو باندې محکوم شو.

د سعیدي مدافع وکیل دا حکم غیر عادلانه بللی او ویلي یې دي چي استیناف به وغواړي.

د هغه وخت را هیسي چي محکمې ښاغلي سعیدي ته دا سزا اعلان کړې د یکشنبې ورځ څلورمه ورځ وه چې په بنګله دیش کې مظاهرې وشوې . تراوسه پوري په مظاهرو او احتجاجونو کي لږترلږه 49 کسه وژل شوي دي. ویل کېږي چې د مړو شمیر ښايي زیات وي.

دلاور حسین سعیدي د بنگله دیش د جماعت اسلامي د ګوند دریم غړی دی چي د جنګي جنایتونو د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې کېږي. دغه محکمه په ٢٠١٠م کال کې په بنګله دیش کي تاسیس شوې ده.

XS
SM
MD
LG