د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: په راتلونکي اوونۍ کې به د بګرام د زندان چارې افغانانو ته وسپارل شي.


Karzi

Karzi


عزیزالله پوپل

جمهور ریس کرزی وايي چې په راتلونکي اوونۍ کې به د بګرام د زندان ټولي چارې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

هغه دغه خبره نن د هلمند د ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه خبرې کنفرانس په مهال کړې ده. ټاکل شوي وه چې د بګرام د زندان چارې د روانې اونۍ په لومړیو کې افغانانو ته سپارل شوی وای خو دا کار وځنډید.

د لښکرګاه په خبرې کنفرانس کې جمهورریس کرزي زیاته کړېده چې که دا ستونزه بیا تکرار شي نو دوی به یې ځواب ورکړي. خو هغه په دې اړه نور جزییات ورنکړل.

په لښکرګاه کې هغه یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د جګړې نه لاس واخلي.

جمهور ریس کرزي دا هم زیاته کړه چې د امریکا نه یې غوښتې چې د هلمند د کجکي د بند د جوړولو چارې دې ژرتر ژره بشپړې کړې. هلمند ته د خپل سفر په جریان کې هغه دا هم ویلي دي چې که چیري امریکایان د کجکي د بند کار بشپړ نه کړي نو پخپله افغانان به دغه کار وکړي.
XS
SM
MD
LG