د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی وايي د امریکا سره ښې اړیکې غواړي.


ولسمشر کرزی

ولسمشر کرزی

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایي چي دده وروستۍ تبصرې چي په کي په امریکاباندی انتقاد شوی و ددې دپاره وې چي د اصلاحاتو سره مرسته وشي، نه دا چي ددواړو هیوادونو تر منځ اړیکي خراپي کړي.

د افغانستان د جمهوررئیس ددفتر په یوه بیانیه کي د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي دي چي دده هیواد د امریکا د متحده ایالاتو سره ښې اړیکي غواړي، مگر داسي اړیکي چي ددواړو مستقلو هیوادونو تر منځ دوستي وي.

دا بیانیه پرون د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه خپره شوه چی په افغانستان کي د امریکایي قواو لوړ پوړي قوماندان جنرال ( جوزف ډنفرډ ) خپلو قوماندانانو ته خبر داری ورکړ چي عسکر یې د جمهوررئیس سره د زیاتیدونکو جنجالونو او تاوتریخوالي له کبله د حملې د زیات خطر سره مخامخ دي. دغه مصلحتي اي مېل چي د چهارشنبې په ورځ استول شوی و، یوه کاپي یې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼي او نورو امریکایي مطبوعاتو ترلاسه کړې ده.

ښاغلي کرزي د یکشنبې په ورځ په طالبانو باندي تور ولگاوه چي « د امریکا په خدمت کي دي » او هغوي ددې د پاره حملې او تشدد کوي چي افغانان وویروي او دې ته یې وهڅوي چي خارجي قواوي تر خپل وروستي مهلت وروسته چي ٢٠١۴م کال ورته ټاکل شوی دی، نور هم پسې پاته شي.

( ډنفرډ ) او د امریکا ددفاع وزیر دواړو دا خبره رد کړې ده.
XS
SM
MD
LG