د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه وايي د بریتانیې په مرسته غواړي د سوریې مخالفینو ته وسلې ورکړي


نن د جمعې ورځ د سوریې د حکومت پر ضد د ولسي پاڅون د دویمې کلیزې سره سمون خوري. دا په داسي حال کې ده چې د اروپايي اتحاد غړي هیوادونه په پروسیل کې غونډه کوي چې دا پریکړه وکړي چې د سوریې د حکومت ضد مخالفینو سره نظامي مرستې وکړي او که نه؟


اوس مهال اروپايي اتحاد پر خپلو غړو هیوادونو باندي بندیز لګولی دی چې د سوریې د حکومت د مخالفینو سره دي نظامي مرستې نه کوي. دغه بندیز د روان کال د مې په میاشت کې پای ته رسېږي.

په عین حال کې فرانسې ویلی دي چې چمتو ده چې د بریتانیې په مرسته باندي د سوریې د مخالفینو سره نظامي مرسته وکړي حتی که چې د اروپايي اتحاد نور غړي هیوادونه د وسلو د لېږلو په برخه کې موافقه هم ونکړي.

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر لارینټ فبیاس د پنجشنبې په ورځ وویل چې فرانسه او بریتانیا د اروپايي اتحاد څخه غواړي چې د سوریې د مخالفینو سره د نظامي مرستو پرضد د لګیدلي بندیز په هلکه یوه عاجله غونډه وکړي. ویل کېږي چې دغه غونډه به د روانۍ میاشتې په پای کې دایره شي.

په عین حال کې د چارشنبې په ورځ د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف د سوریې د مخالفینو سره د نظامي مرستو پریکړه وغندله او وویل چې دا د نړیوالو قوانینو پر بنسټ غیر قانوني اقدام دی.
XS
SM
MD
LG