د لاس رسي وړ اتصالات

په سومالیې کې الشباب یو ښار نیولی دی



د الشباب وسله والې ډلې د سومالې په مرکزي سیمې کې یو ښار نیولی دی. د دغه ښار نه ناڅاپه ایتوپیایي ځواکونه ووتل چې ورسته بیا د الشباب ډلې ونیوی.

په سیمې کې عیني شاهدین وايي چې دالشباب ډلې د هودور ښار چې د سومالیې د باکول د سیمې مرکز دی د ایتوپیايي عسکرو د وتلونه سمدستي ورسته ونیوی.

په دې اړه چې ولي ایتوپیايي ځواکونه د دغه ښار نه په شا شوي دي نه خو ایتوپیايي چارواکو او نه هم سومالیایې چارواکو څه ویلي دي.
XS
SM
MD
LG