د لاس رسي وړ اتصالات

بشرالاسد: سوریه به د افراطیانو څخه پاکه کړو


د سوریې ولسمشر بشرالاسد د جمعې په ورځ هوډ وکړی چې خپل هیواد به د افراطیانو څخه چې نوموړی پرې تور لګوي چې د پلازمېنې دمشق په یوه جومات کې یې ځانمرګه برید کړی او په کښي یې لږ تر لږه ۴۹ کسه وژلي دي، پاک کړي.

په یوه بیانیه کې چې د سوریې رسمي خبري آژانس خپره کړې، ولسمشر اسد ویلي دي چې د هغو کسانو وینې به چې د پنجشنبې د ورځې په ځانمرګه برید کې وژل شوي دي، بې ځایه ولاړې نسي. نوموړي هوډ وکړی چې د هغه په وینا د تاریکۍ او افراطیت قواووې به د رېښې نه پاکې کړي.


د وژل شویو کسانو په ډله کې محمد البطی هم شامل وو چې د حکومت یو طرفداره مذهبي مشر وو. نوموړي د سوریې د حکومت ضد قواوو پرضد چې غواړي ولسمشر اسد د واک څخه وغورځوي سخت انتقادونه کول.


خو د سوریې د حکومت د مخالفینو څو تنو غړو په بیړې د پنجشنبې د ورځې د برید مسولیت رد کړی. دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد په دوه کلنۍ شخړه کې په جومات کې ځانمرګه برید کېږي.

ولسمشر اسد تل داسي تورونه لګوي او پر خپلو مخالفینو باندي د افراطیانو او ترهګرو ټاپه لګوي. خو زیات شمیر د اوپوزیسون غړي بیا شک لري چې حکومت دغه راز بریدونه کوي. په عین حال کې د القاعدې سره تړلو ډلو هم د ولسمشر اسد پر پلویانو باندي د بریدونو مسولیتونه منلي دي.
XS
SM
MD
LG