د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس حامد کرزی به په لنډو ورځو کې د قطر د امیر په بلنه د دوو اړخیزو همکاریو او د طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو لپاره هغه هیواد ته سفر وکړي.

د بهرنېو چارو وزارت وویل چې دغه نوی انکشاف د سولې په بهېر کې له تقرېبا 12 کلونو نه وروسته پرمختگ او اسانتیاوې برابرولی شي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق جانان موسی زی وویل چې کرزی به د قطر له امېر سره په رسمي خبرو کې په دې مسایلو بحث وکړی.

دهغه د سفریورسمی ټکی دا دی چې په افغانستان کې د قطرسفارت پرانیستل شي او ددواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او سوداگرۍ نور فرصتونه برابرسي.
اسوسېتېدپرېس وايي موسی زي دا ونه ویل چې داسفر به څه وخت وشي خو دېوڅواونېو په ترڅ کې ېې تمه کېدلی شي.


د قطر له امیرسره په خبرو کې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولی پر بهېر خبرې اترې او دطالبانو ددفتر پرانېستل شامل دي.

افغانستان په دې موافقه کړیده چې طالبان په قطر کې دفتر پرانیستلی شي که چیري دغه ډله له القاعده سره خپلې ا ړیکې وشلوي او دترهگري پرېږدي. د افغانستان دحکومت له خوانه به خبرې د افغاانستان د سولې دعالی شوری له خوانه رهبري شی. د افغانستان د سولې په عالی شوری کې ډیربا رسوخه افغانان چې په هغو کې یوڅو تنه پخواني طآلبان هم شامل دي، غړېتوب لري. که څه هم ښاغلي کرزی له دې سره موافقه کړیده چې طالبان په قطر کې دفتر پرانیزي او د قطر حکومت هم له دې سره موافقه ښودلی ده، خو طالبانو تراوسه پوري دغه وړاندیز ندی منلی او د ښاغلی کرزي له حکومت سره یې له خبرونه انکار کړېدی.

طالبانو په دې باندې د ښاغلی کرزی له حکومت سره له خبرونه انکار کړیدی چې دهغه حکومت د بهرنیانو لاسپوڅی بولي او وايی چې دافغانستان په مسله کې به یوازې له امریکا سره خبرې وکړي. په دې برخه کې هغوي له یوبل سره پخوا په قطر کې یوڅه پټې خبرې هم کړیدي. خو ښاغلی کرزی له هماغه وخت راهیسې په دې ټېنگار کړې دی چې پکارده طالبان دافغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.





XS
SM
MD
LG